نړۍ

د یونان پولیسو د کډوالو کښتۍ د ډوبېدو په تړاو ۹ تنه ونیول

هغه نهه تنه چې د یونان د پولیسو له خوا ددې هېواد په اوبو کې د پناه غوښتونکو کښتۍ د ډوبېدو په تړاو نیول شوي وو، د انسانانو په قاچاق کې لاس لرل نه مني.

مدافع وکیل دیمیتریس دراکوپولوس وايي: «زما موکل تورونه ردوي او وايي چې په خپله قرباني دی، هغه ووايي چې قاچاق کوونکو ته یې ډېري پیسې ورکړې ترڅو د مصر له لارې ایټالیا ته ولاړ شي. د هغه په وینا په دوهمه ورځ اوبه او خواړه ختم شول او یوې سوداګریزې کښتۍ دوی ته اوبه او خواړه ورکړل خو قاچاق کوونکو اوبه او خواړه سمندر ته واچول.»

ددې پېښې د قربانیانو کورنۍ لا هم د خپلو غړو د موندلو په تمه دي. د رپوټونو له مخې، ډېری قربانیان د پاکستان، سوریې، لیبیا او مصر دي او په دې کښتۍ کې د افغانانو د شتون په اړه هم خبر ورکړ شوی دی.

په پاکستان کې د قربانیانو په یاد یوه ورځ عمومي ویر اعلان شوی او څوارلس تنه د انسانانو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف وايي: «د انسان قاچاق باید پای ته ورسېږي. موږ څو تنه نیولي خو څو نور تښتېدلي. دوی په ترکیه او لیبیا کې پټنځای لري، هلته خلک له درې تر څلورو میاشتو په تمه کېږي ترڅو په قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته ولاړ شي.»

د رپوټونو او له پېښې پاتې کسانو د څرګندونو له مخې، په دې کښتۍ کې له شپږ تر اوه سوه تنو حضور درلود چې کابو سل یې ماشومان وو.