امریکا او کاناډا هڅه کوي یو ورک شوی اوبتل چې د دوشنبې په ورځ یې په اطلس سمندر کې د تیتانیک کښتۍ د ځینو برخو د لیدلو لپاره یو شمېر سیلانیان لېږدولي و، پيدا کړي.
ددغو هېوادونو چارواکو ویلي د امریکا او کاناډا کښتۍ او الوتکې د ۱۴۵ کیلومترو په پراختیا او د اوبو په ۳۹۶۲ مترو ژوروالي کې د کاناډا سویل ختیځ سواحل ګوري.
د امریکا ساحلي ځواکونو هم ویلي چې په دغه اوبتل کې یو کارکوونکی او څلور مسافر سپاره وو او د ۹۶ ساعتونو لپاره یې تر اوبه لاندې وخت تېرولی شوای.
د دوی په وینا، تراوسه روښانه نه ده چې دا اوبتل ډوب شوی او یا هم د اوبو سر ته راغلی، ځکه له دغه اوبتل سره اړیکه پرې شوې ده.
اوشین ګېټ امریکايي شرکت چې دا سیلانیان یې د تیتانیک کښتۍ د پاتې برخو د لیدلو لپاره بېولي وو، ویلي چې په اوبتل کې د سپورو کسانو د ژغورنې لپاره خپلې ټولې هڅې کوي.
ویل کېږي چې په مسافرو کې یو بریتانیایی میلیاردر هامیش هاردینګ هم شامل دی.