ویډیوګانې

د ۱۴۰۲ د غبرګولي نه‌‌ویشتم د ۱۰ بجو خبرونه

د جینوا په ناسته کې د افغان ښځو په ملاتړ غږ پورته شوی او له طالبانو غوښتل شوي،چې د ښځو پروړاندې دې نور ظالمانه سیاستونه بند شي. … د داعش د خراسان څانګې له فعالیتونو راپورته شوې ننګونې په دې ورځو کې ترټولو جدي ګواښ دی چې د سیګار په باور طالبان ورسره لاس و ګرېوان دي. …

روان زېږدیز کال کې د ماشومانو د ګوزڼ پنځمه پېښه هم په ننګرهار ولایت کې ثبت شوه.

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې دا پېښه په دور بابا ولسوالۍ کې ثبت شوې او یو شپږ کلن ماشوم پرې اخته شوی دی.