نړۍ

درې لنډ نړیوال خبرونه

د اوکرایني ځواکونو نوي بریدونه، د قطر اماراتو ترمنځ سفارتي اړیکې او د اسرایيلي ځواکونو په برید کې د لسګونه فلسطینیانو مرګژوبله په دې خبري ټولګه کې.

د اوکرایني ځواکونو نوي بریدونه

اوکرایني ځواکونو داسې انځورونه خپاره کړي چې په کې ادعا کوي د هېواد په سویل ختیځ کې یې د پیاتي خاټکي په نوم کلی له روسي ځواکونو څخه ازاد کړی دی.

دغو پوځیانو په دې کلي کې د اوکراین له بیرغونو سره عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې روسي ځواکونه یې له سیمې شاته کړي دي.

دا په وروستیو اوونیو کې د اوکرایني ځواکونو له ځوابي برید وروسته اتم کلی دی چې له روسي ځواکونو څخه بېرته نیول کېږي.

د قطر اماراتو ترمنځ سفارتي اړیکې

قطر او متحده عربي اماراتو د دوشنبې په ورځ رسماً خپل سفارتونه پرانستل.

د فارس خلیج د عربي هېوادونو او دوحې تر منځ له کلونو کړکېچ وروسته، دواړو هېوادونو د ډیپلوماټیکو اړیکو پر بیا پیلولو هوکړه وکړه.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه وینا کې اعلان کړی چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او شیخ عبدالله بن زاید په عین حال کې د سفارتونو د پرانیستو پر مهال ټلیفوني خبرې کړې دي.

په ۲۰۱۷ کال کې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر قطر د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ او له دغه هېواد سره یې ټولې اړیکې پرې کړې.

د اسرایيلي ځواکونو په برید کې د لسګونه فلسطینیانو مرګژوبله

د دوشنبې په ورځ د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د اسرائیلي کومانډو ځواکونو د برید په پایله کې د یوه تنکي ځوان په ګډون درې فلسطینیان ووژل شول او لږ تر لږه ۲۹ تنه نور ټپیان شول.

دغه برید د پوځی الوتکو په ملاتړ د جنین په سیمه کې د یو شمیر فلسطینیانو د نیولو لپاره ترسره شو.

اسرائیلي ځواکونو له وسله والو سره نښته کړې او یو شمېر یې وژلي دي.

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې د برید پر مهال د دغه هېواد د پوځ یو موټر له چاودنې سره مخ شوی دی.

رویټرز خبر ورکړی چې په دې پېښه کې اوه اسرائیلي پوځیان هم ټپیان شوي دي.