نړۍ

د بریتانیا لومړی وزیر په رسمي سفر امریکا ته ولاړ

د بریتانیا لومړی وزیر ریشي سوناک په اکتوبر میاشت کې د کار له پیلولو وروسته واشنګټن ته په خپل لومړني سفر کې، سه شنبې ناوخته امریکا ته ولاړ.

سوناک د شپې په وروستیو کې د مریلند په پرنس جورج ښار کې اندروز هوايي ډګر ته ورسېد او د امریکا د پورتوکول د رییس روفوس ګیفورډ او بریتانیا د سفیر له خوا یې هرکلی وشو.

سوناک به امریکا ته په خپل دوه ورځني سفر کې د سوداګرو له مشرانو، د کانګرس له سیاستوالو او همداراز ولسمشر جوبایډن سره وګوري.

د بریتانیا دولت په مطبوعاتي بیانیه کې ویلي چې سوناک به د بازارونو او سرچینو په وړاندې د نړیوالو ګواښونو پربنسټ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او اقتصادي اړیکو له پياوړتیا ملاتړ وکړي.