سویلي آسیا

هند کې د دوو اورګاډو له ټکره یوه ورځ وروسته؛ یو شمېر کسان لا هم بې درکه دي

هند کې د اورګاډو د ټکر د ترټولو لویې پېښې د قربانیانو د پلټنې او ژغورنې عملیات پایته رسېدلي؛ خو د ویجاړو شویو ځایونو او اورګاډو د ټوټو ټولولو عملیات لا هم دوام لري.

د دې پېښې په پایله کې د وژل شویو شمېر چې د درېیو اورګاډو د ټکر له امله رامنځته شوې تر پرونه ۲۸۸ تنه اعلان شوی و؛ خو چارواکي وايي چې له دوه ځلو شمېرولو وروسته، د قربانیانو شمېر ۲۷۵ تنو راکم شوی دی.

خو داسې کسان شته چې تر اوسه یې د خپلوانو مړي نه دي موندلي.

د پېښې د یوه قرباني مېرمن سیما چهودري وايي: «چارواکي وايي چې زما د خاوند برخلیک به په روغتون کې روښانه شي. زه ټولو روغتونونو ته ولاړم خو څه مې پیدا نه‌کړل.»

د دې پېښې ټپیان چې په روغتونونو کې بستر دي، دردوونکې کیسې لري.

په پېښه کې يو ټپي شوی کس کوشیدا داس وايي: «د اورګاډي واګونونه د چپه کېدو په حال کې وو او لور مې تر یوې لویې وسپنې لاندې بنده پاتې شوه. ما ځان یوې خوا ته کړ؛ خو یوه وسپنه مې په سر ولګېده. په دې فکر وم چې خپله لور څنګه وژغورم. هغې ژړل او وروسته مې د سترګو په وړاندې مړه شوه.»

که څه هم د دې پېښې په اړه پراخې څېړنې روانې دي؛ د هند د اورګاډي پټلۍ وزیر وايي چې ښايي، د پټلۍ بدلولو برېښنایي سیستم کار نه کول، د دې مرګونې پېښې لامل شوی وي.

د هند د اورګاډي پټلۍ وزیر اشیویني ویشناو وايي: «دا پېښه د ماشین او برېښنايي برخې د تماس برخې اړوند ده. د برېښنايي برخې د تماس په ټکي کې بدلون د دې پېښې لامل شوی دی. هر چا چې دا بدلون راوستی او هر لامل چې وي، په څېړنو کې به روښانه شي.»

په داسې حال کې چې خلک د هند په بېلابېلو برخو کې د دغې پېښې د قربانیانو یادونه کوي او د هند د اروګاډي پټلۍ د ستونزو پر څېړلو ټینګار کوي، حکومت د دغو قربانیانو هرې کورنۍ ته یو میلیون هندي روپۍ چې دوولس زره ډالر کېږي، ګرمه ورکوي. د دې پېښې ټپيانو ته ۲۰۰ زره هندۍ روپۍ چې ۲ زره او ۴۰۰ ډالر کېږي او هغه څوک چې په کمه اندازه ټپي شوي، ۵۰ زره روپۍ ورکول کېږي.