سویلي آسیا

د هند په یوه کلي کې هره ورځ یو ټانکر وچې څاه ته اوبه لېږدوي

د هند په یوه کلي کې خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او هره ورځ یو ټانکر په دغه کلي کې وچې څاه ته اوبه لېږدوي.

که څه هم دا کلی ممبۍ ته څېرمه د اوبو له يو بند سره موقعيت لري، چې د ممبۍ ښار د اړتیا وړ اوبه برابروي، خو له کلونو راهیسې دغه کلي لپاره د اوبو رسولو ته هېڅ پام نه دی شوی.

خلک دې دې لپاره چې حکومت ورته پاملرنه نه کوي شکایت لري.

د هند د تالامواډي کوچني کلي ښځې او ماشومان هره ورځ دوه کيلو مټره مزل وهي څو هغه وچې شوې څاه ته ځان ورسوي چې هره ورځ ورته يو ټانکر اوبه راوړل کيږي.

دا کوچنی کلی د هند د سوداګریز مرکز ممبۍ ښار سره په ۱۵۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري او د دې لوی ښار د اوبو له سرچینې لېرې نه دی.

اشوک امي شینده، کلیوال وایی: “حکومت هغه وخت راویښيږي کله چې په ورځپاڼو کې په کلیو کې د اوبو د ستونزې په اړه خبرونه خپاره شي. بیا دلته دوه ټانکرونه اوبه لیږي او بیا وضعیت هیروي. حکومت د ټاکنو پر مهال زموږ غږ اوري خو وروسته بيا زموږ ستونزه له پامه غورځوي.”

هر کال د مارچ او مې میاشتو په منځ کې کله چې په دې سیمه کې د تودوخې درجه ۴۰ ته رسيږي، خلک د اوبو له کمښت سره مخ کيږي ځکه سیمه ايز سمندرونه وچیږي او د اوبو یوازینۍ سرچینه همدا وچې څاګانې دي. ځینې ​​ښځې مجبورې دي چې د اوبو اخيستلو لپاره څاه ته راشي.

اشوک امي شیندي، کلیوال وایی: “حکومت موږ د اهلي حيواناتو ساتلو لپاره هڅوي، خو کله چې موږ د خپل ځان لپاره اوبه نه لرو، څارویو ته څه ورکړو؟ زموږ کلي ته چې شاوخوا ۶۰۰ تنه نفوس لري هره ورځ د اوبو یوازې يو ټانکر راځي، ایا یو ټانکر چې د ۱۰۰۰ لیټرو ظرفیت لري د ۶۰۰ تنو لپاره بسنه کوي؟”

نړیوال بانک وايي، هند چې د نړۍ ۱۸ سلنه نفوس لري، د نړۍ د اوبو یوازې ۴ سلنه زېرمې لري او له همدې امله د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی.