افغانستان

د امریکا د کانګرس غړي: د طالبانو له خوا له بشري مرستو څخه د ناوړه ګټې اخيستنې په اړه اندېښمن یو

د امریکا د کانګرس غړو په یوه لیک کې د امریکا د نړیوالو مرستو د سازمان له مشر غوښتي چې د طالبانو له خوا له بشري مرستو د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه اندېښنو ته پام وکړي.

دغه لیک چې د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر او ۱۹ غړو له خوا لاسلیک شوی، په کې دغو استازو له افغانستان سره د خپلو مرستو د څرنګوالي په اړه د امریکا له نړیوال مرستندویه سازمان څخه د ځواب غوښتنه کړې ده.

په ورته مهال د طالبانو سیاسي مخالفین هم له طالبانو سره د نړۍ د مرستو پر دوام نیوکه کوي.

دا هغه لیک دی چې د بهرنیو اړیکو د کمیټې د مشر مایکل مکال او د امریکا د کانګریس د ۱۹ غړو له خوا پرې لاسلیک شوی، د امریکا د نړیوالو مرستو د سازمان له مشر څخه یې غوښتي چې د طالبانو له خوا د امریکا له مرستو څخه د ناوړه استفادې په اړه اندیښنې جدي ونیسي.

مایک والټز چې د دې لیک یو له لاسلیک کوونکو څخه دی، په خپله ټویټر پاڼه يې د ترهګرو ډلو جېب ته د امریکا د مالیه ورکونکو پیسو د غورځېدو په اړه اندیښه ښودلې.

له فلورېډا څخه د کانګرس غړی مایک والټز: “د امریکا د مالیه ورکوونکو حتی یو ډالر باید د طالبانو یا نورو ترهګرو ډلو د تمویل لپاره ونه کارول شي.”

تر دې وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي سرمفتش هم په افغانستان کې د امریکا او ملګرو ملتونو د مرستو د څرنګوالي په اړه ورته اندېښنه ښودلې وه. ښاغلی جان ساپکو په دې باور دی، چې طالبان په افغانستان کې له اړمنو سره مرسته شوې پیسې اختلاس کوي.

قیس محمد، اقتصادي کارپوه: “هغه پیسې چې افغانستان ته راځي دا ډېره مهمه ده چې په شفافه توګه ولګول شي. که مرستندویه ادارې او موسسې دا احساس کړي هغه مرستې چې دوی افغانستان ته ورکوي په شفاف ډول نه کارول کیږي او پیسې یې اختلاس کیږي، له افغانستان سره د مرستې په بهیر به د دوی باور کمزوری شي. او دا کولی شي د افغانستان وضعیت نازک کړي.

د نړۍ له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پیژندل تر ټولو مهم لامل دی چې طالبان نه پريدي په ښکاره له نړیوالو او مرستندویه موسسو پيسې ترلاسه کړي.

حامد صبوري سياسي کارپوه: “له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو د بې پايلې کېدو او سړېدو لامل د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو مسله ده، دریمه موضوع د سیاسي بحث مسله ده چې طالبانو په دوحه کې ويلي وو د سیاسي خبرو له لارې افغانستان ته ننوځي او د سیاسي خبرو په پایله کې دوی یو نظام جوړوي او بله موضوع چې د زياتو هېوادونو لپاره مهمه ده له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کېدل او د دغو ډلو پر وړاندې مبارزه ده. که دوی د دغو څلورو مسایلو په اړه عملي ګامونه پورته کړي، نو شونې ده چې د طالبانو په اړه د نړیوالې ټولنې په چلند کې بدلون راشي.»

د راپورونو له مخې، د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې امریکا افغانستان ته دوه میلیارده ډالر ورکړي. ملګرو ملتونو همدارنګه په دې موده کې افغانستان ته د بشري مرستو په چوکاټ کې د ۴۰ ميليون ډالرو ۵۷ کڅوړې استولي دي.