Uncategorized @ps افغانستان

د هېواد په ختیځ کې د رسنیو د آزادۍ نړیواله ورځ ولمانځل شوه

له دې امله جوړو شویو مراسمو کې خبریالانو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مسوولینو وغوښتل چې د خبریالانو او رسنيو غوښتنو ته پام وکړي.

د تهران راډیو خبریال آصف شینواری وايي: «اطلاعاتو ته لاسرسی تر پخوا ښه شوی او دا چې اوسنۍ ادارې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون خبره کوي نو زموږ غوښتنه دا ده چې دې قانون کې دې ټول هغه څه په پام کې ونیول شي ترڅو د رسنیو کارکوونکي او خبریالان ځانونه پکې وویني.»

دوي چې د ننګرهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې راټول شوي وو وایي، د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې خنډونه شته چې د حل غوښتنه یې کوي.

د هېواد په ختیځ کې د خپلواکو خبریالانو د ټولنې رییس اېمل ظاهر وايي: «که څه هم په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته له لومړنیو میاشتو څخه اوس اطلاعاتو ته لاسرسی لږ ښه شوی خو باید دې برخې ته لازیات پام او آسانتیاوې برابرې شي.»

له بلې خوا، په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو کلتور ریاست مسوولین خبریالانو او رسنیو ته د آسانتیاو د برابرولو ژمنه کوي.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي: «موږ له رسنیو سره د همغږۍ ناستي لرو او له دوی سره مو ډېر کار کړی آسانتیاوې مو ورته رامنځته کړې د هرې ادارې ویاند ته مو ویلي چې خبریالانو ته په خپل وخت مالومات ورکړي او همدارنګه موږ به په نږدې راتلونکي کې د نورو آسانتیاوو ترڅنګ یو پرېس کلب هم خبریالانو ته جوړ کړو.»

د یادوني وړ ده چې په هېواد کې د طالبانو په واکمنېدو سره په افغانستان کې څه د پاسه درې سوه چاپي، تصویري او غږیزي رسنۍ د اقتصادي او نورو ستونزو له امله تړل شوې دي.