رویټرز خبري اژانس د یو شمېر دیپلوماتانو له قوله راپور وکړی، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کمېټې د دوشنبې په ورځ هوکړه کړې، چې اميرخان متقي به راتلونکې اونۍ پاکستان ته سفر کوي او هلته به د پاکستان او چين د بهرنيو چارو له وزیرانو سره ګوري.
دا په داسي حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزير امير خان متقي له څه مودې راهيسې شتمنۍ د کنګل کېدو، سفر کولو او د نورو اسانتیاوو په برخو کې ملګرو ملتونو د امنیت شورا له بندیزونو سره مخ دی.
د راپور پربنسټ په ملګرو ملتونو کې پاکستان د خپل ماموريت په مرسته د ملګرو ملتونو سازمان د تحريم کمېټې ته يوه ليک لېږلی او د مې مياشتي له ۶ بيا تر ۹ پورې یې پر امير خان متقي د لګول شویو بندیزونو د معافيت غوښتنه کړې، تر څو هغه وتوانېږي اسلاماباد کې د چين او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوي.
تر اوسه دا نه ده روښانه، چې د پاکستان او چين د بهرنیو چارو وزیران به له متقي سره پر کومو موضوعاتو خبرې کوي.
په دغه ليک کې راغلي، چې د متقي د ټول سفر لګښت به اسلاماباد ورکوي.
په همدې حال کې چینایي او پاکستاني چارواکو مخکې ویلي وو، چې د چین او پاکستان د اقتصادي دهیلز په بېخبنسټي پروژو کې چې څو میلیارد ډالر ارزښت لري او د پکن د سړک او کمربند طرحې یوه برخه ده د طالبانو په مشرۍ د افغانستان له ګډون کولو هرکلی کوي.
افغانستان د يوې سوداګريزې څلورلارې او ټرانزيټ په مهمه جغرافيه کې موقعيت لري او کولای د مرکزي او سویلي اسيا په نښلولو کې مهم رول ولري.
افغانستان لا هم د میلياردونو ډالرو په ارزښت تر ځمکي لاندې کانونه لري.
طالبان له شل کلنې جګړې وروسته د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې وتوانېدل، چې جمهوري نظام ړنګ او د کابل واک ترلاسه کړي.
اوس د افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه پاکستان او چين تمه لري، چې افغانستان ورسره د مهمو پراختيایي پروژو د عملي کولو په برخه کې همکاري وکړي.
دا په داسي حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بنديزونو کمېټې تېره مياشت هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي ته اجازه ورکړې وه، چې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو په غونده کې د افغانستان د سولې، امنیت او ثبات لپاره ازبکستان کې جوړه شوې وه، دغه هېواد ته سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوترش د تېرې دوشنبې په ورځ دوحه کې د افغانستان په اړه د ځينو هېوادونو د استازو په حضور د دغه هېواد په اړه دوه ورځنۍ ناسته پیل کړه.
د ملګرو ملتونو ویاند اسټیفن دوچاريک ویلي، چې د دې ناستې موخه له طالبانو سره د نړيوالې ټولنې د اړیکو لپاره د يوې ګډې کړنلارې رامنځته کولو ته د يوه چوکاټ جوړول ده.
دوجاريک زياته کړې، چې دغه ناسته د بشري حقونو په ځانګړي ډول د مېرمنو او نجونو حقونو، د ټولګډونه حکومت د جوړېدو، له ترهګرۍ او نشهیې توکو سره د مبارزې ځينې نور مهم موضوعات هم د بحث لپاره لري.
په دې ناسته کې د چين، فرانسې، جرمني، هند، اندونزيا، ايران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسیې، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکیې، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو، بریتانيا، امریکا، ازبکستان، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاريو سازمان غړو ګډون کړی دی.