سوداګري

ننګرهار کې د موټر پلورنځيو پڅ بازار

افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته په ټول هېواد کې سوداګرو ته ډول ډول زیانونه رسېدلي او خلک د ستونزو له زیاتېدو سر ټکوي.

جلال‌اباد ښار کې د موټر پلورنځيو مسوولین وايي پلورنځي یې له موټرو ډک دي خو پېردونکي نه لري.

د یوه موټر پلورنځي خاوند وايي، چې په هېواد کې د طالبانو په واکمنېدو سره یې کاروبار خراب شوی او زرګونه ډالر یې زیان کړی دی.

عظیم‌الله د خپل کاروبار د ځوړتیا لامل د خلکو اقتصادي کمزورتیا بولي او وايي: «د جمهوريت پرمهال مو ډېر موټر وپېرل ترڅو کاروبار پرې وکړ، خو اوس يې څوک پوښتنه هم نه کوي ټول په موږ تاوان دي. څوک موټر نه پیري که پخوا څوک په فرونر کې ګرځېده اوس په پښو مزل کوي.»

نوموړی زیاتوي، هره ورځ یې موټر پلورنځي ته ګڼ پېردونکي راځي، خو یوازې د موټرو ننداره کوي او له څه ویلو پرته ستنېږي.

عظیم الله وایي، په کاروبار کې د وراوښتي تاوان له امله یې خپلې شخصي ځمکې هم پلورلې او تمه یې وه، چې کاروبار به یې ښه شي.

هغه زیاتوي: «ډير خلک داسې دي چې په سوداګریو کې يې تاوان کړی اوس خپلې شخصي ځمکې ورته پلوري. ما هم د ناچارۍ له امله څو ځله خپلې ځمکې وپلورلې.»

اخوا، د موټر پلورنځيو ټولنې مسوول هم د موټرو د پلور بازار له ځوړتیا شکایت کوي.

هغه د موټر پلورونکو د زیان لوي لامل د طالبانو ادارې له خوا په افغانستان کې د پاکستان لاس موټرو واردولو ته اجازه ورکول بولي.

ننګرهار کې د موټر پلورونکو ټولنې مسوول عبدالوکیل حکیم‌زاده وايي: «د موټرو بازار ځوړتیا دوه لوي لاملونه لري، يو د جمهوريت سقوط دی چې خلک له هغې وروسته بېوزله شوي او بل لوی لامل يې د اوسني حکومت له خوا پاکستان لاس موټرو ته د اجازې ورکول دي. ځکه هغه موټر هم ارزانه دي او هم کم یې د تېلو لګښت کم دی.‎»

ننګرهار کې تر ۳۰۰ زیات موټر پلورنځي فعالیت لري چې ډېری یې له ورته برخلیک سره مخ دي.

دوی وایي، که حالت همداسې دوام وکړي نو د ټولو کاروبار به په ټپه ودرېږي او اړ دي چې خپل کاروبار پرېږدي.