ټاکل شوې په راتلونکو اونیو کې د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې د رییس علي سلاجقه په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي ترڅو له طالبانو سره د هلمند له سیند څخه د تهران د حقابې په اړه خبرېاترې وکړي.
سلاجقه له ایسنا سره په خبرواترو کې د دې موضوع په بیانولو چې په راتلونکو یوه یا دوو اونیو کې افغانستان ته سفر کوي، وویل: «له یوه پلاوي سره د حقابې موضوع د تعقیب لپاره افغانستان ته ځم.»
هغه وویل چې ایران له طالبانو سره د اوبو مسایلو په تړاو مذاکره کوي.
ایران له افغانستان د سره د ګډو اوبو پر سر له اوږدهمهال راهیسې شخړي لري او کابل تورنوي چې ایران ته هر کال د ټاکل شوې اندازې اوبو د تامین لپاره په ۱۹۷۳ کال کې د افغانستان له واکمن دولت سره پر ترسره شوې هوکړې نه دي ولاړ.
د راپورونو له مخې د دې هوکړې پر بنسټ افغانستان اړ دی چې هر کال د هلمند سیند له لارې ۸۲۰ میلیون متر مکعبه اوبه د ایران خاورې ته ورسوي. خو د افغانستان مخکینیو چارواکو اعلان کړی و چې د هلمند سیند اوبه افغانستان کې د وچکالۍ له امله کمې شوې او دا اندازه اوبه ایران ته نه شي ورکول کېدای.
په همدې حال کې ایراني چارواکو اعلان کړی، نیمروز ولایت کې کمال خان بند او کندهار کې کجکي بند چې دواړه د هلمند سیند پر اوبو جوړ شوي دي، وضعیت لا خراب کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اپرېل میاشتې په نیمايي کې د افغانستان په تړاو د سمرقند ناستې په څنډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره ولیدل او وېویل چې تهران به د اوبو له خپل حق څخه شاتګ ونهکړي او موضوع به په جدي توګه تعقیب کړي.
امیر عبداللهیان متقي سره له لیدنې وروسته په یوه ټویټ کې ولیکل: «سمرقند ښار کې مې له ښاغلي متقي سره په خپلو وروستیو خبرو کې، د هلمند له سینده د ایران د حقابې پر سر ډېر ټینګار وکړ.»
هغه وویل: «موږ به د ایران د حقابې په برخه کې شاتګ ونهکړو.»