ورزش

د آرسنال پروړاندې د منچسټرسیټي بریا

منچسټرسیټي لوبډلې د انګلستان فوټبال غوره لیګ په ۳۳ اونۍ کې آرسنال ته ۱-۴ ماته ورکړه.

دغه لوبه چهارشنبه شپه د منچسټرسیټي په کوربتوب ترسره شوه.

په دې لوبه کې کوین ډي بروینه په ۷ دقیقه، جان اسټونز د لومړۍ نیمې په یوه دقیقه اضافي وخت کې او ارلینګ هالنډ د نیمې په اضافي ۵ دقیقو کې د منچسټرسیټي لوبډلې لپاره ګولونه سر ته ورسول.

په همدې حال کې د آرسنال لوبډلې له خوا یوازینۍ ګول راب هولډینګ په ۸۶ دقیقه کې ترسره کړه.

د منچسټرسیټي روزونکي پپ ګواردیولا په دې اړه وویل: «ترټولو مهمه دا ده چې برخلیک زموږ په خپلو لاسونو کې دی. له همدې امله که نن آرسنال لوبه ګټلې وای، د هغوی په لاس کې به و. او اوس زموږ په لاس کې دی. کله چې دا پړاو پایته ورسېد؛ هر څه چې وشي ارزښت نه لري، مهمه زموږ کړنه ده.»

په دې بري سره د انګلستان غوره لیګ اتلولۍ ته د رسېدو لپاره د پپ ګواردیولا د شاګردانو کار اسانه شوی دی.

منچسټرسیټي درې نورې لوبې په مخ کې لري او ټاکل شوې د یکشنبې پر ورځ د دوو نورو امتیازونو د اخیستو لپاره د فولهام لوبډلې پروړاندې لوبغالي ته ولاړ شي.

منچسټرسیټي د انګلیس غوره لیګ په دې پړاو کې تر اوسه ماته نه ده خوړلې. دغې لوبډلې په ۱۷ لوبو کې ۱۴ سیالۍ ګټلې او درې نورې لوبې مساوي شوې دي.

آرسنال په ۷۵ امتیازونو لا هم په سر کې دی، منچسټرسیټي په ۷۳ امتیازونو دویم او نیوکسل یونایټډ د ۸۹ امتیازونو په لرلو د انګلستان غوره لیګ په درېیم مقام کې دی.