افغانستان

امریکا د کابل پر هوايي ډګر د برید د پلانوونکي د وژل کېدو خبر ورکړ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکایي چارواکو له قوله لیکلي چې له افغانستانه د امریکا د وتلو پر مهال د کابل پر هوایي ډګر د ځانمرګي برید پلانوونکی او اصلي تورن په وروستیو اونیو کې د طالبانو له خوا وژل شوی دی.

امریکايي چارواکو د خپل هویت د نه افشا کېدو په شرط دغې ورځپاڼې ته ویلي چې وژل شوی کس د داعش خراسان ډلې د مشرۍ له کچې څخه و.

که څه هم چارواکو د دې په استدلال سره چې د کره معلوماتو لکه د وژل شوي کس نوم او د وژلو څرنګوالی کولای شي د امریکا له خوا د استخباراتي اطلاعاتو د ټولولو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړي د هغه د نوم له افشا کولو او د وژلو د څرنګوالي په اړه له څه ویلو ډډه کړې خو وايي چې امریکا د طالبانو په دې عملیاتو کې هېڅ ډول لاس نه درلود.

دغه چارواکي وایي، دا عملیات د امریکا د هغو دښمنانو له ننګونو ډک وضعیت ښيي چې غواړي دغه هېواد ته زیان ورسوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي د دغه شکمن کس مړینه د داعش ډلې لپاره «د مشرۍ د یوه مهم غړي له منځه تلل» بولي او وايي: «هغه د داعش خراسان ډلې یو مهم چارواکی و چې په مستقیمه توګه یې د آبي دروازې په څېر عملیاتو په پلانولو کې لاس درلود او نور د بریدونو د پلان او ترسره کول وس نه لري.»

د امریکا یوه بل دولتي چارواکي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ويلي: «زه ټینګار کوم چې دا پرمختګ د دوامداره ترهګرۍ ضد فشار ښکارندويي کوي چې د داعش خراسان برخه په افغانستان او نورو سیمو کې ورسره مخ ده.»

د امریکا له وتلو راهیسې د دغه هېواد دولتي چارواکو ټینګار کړی چې طالبان به د دوحې د ۲۰۲۰ کال له هوکړې سره سم چې د جګړې د پایته رسولو لپاره وشوه افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو پروړاندې مبارزه وکړي.

کربي وویل چې دولت یې جوته کړې: «دا د هغوی مسوولیت دی ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې ترهګرو ته هېڅ امن پناه‌ځای نه ورکوي.»

هغه زیاته کړه چې د سه‌شنبې ورځې اعلامیې «پر ترهګریزو ګواښونو د څارنې لپاره د ظرفیت جوړولو په تړاو د ولسمشر بایډن په قول نه یوازې له افغانستانه بلکې د نړۍ له نورو برخو هم چې دا ګواښ مستند شوی عمل کړی دی.»