افغانستان

د نجونو پر زده‌کړو بندیز په ننګرهار کې د کتاب پلورلو بازار هم پيکه کړی

جلال‌اباد ښار کې د کتاب پلورلو لوی بازار، چې له مخکې به ګنه‌ګوڼه پکې زیاته وه اوس هغه پېرودونکي نشته او کتاب پلورونکي مشتریانو ته شېبې شمېري.

کتاب پلورونکي وایي، د کتابونو خرڅلاو یې کم شوی او په کاروبار کې له زیان سره مخ دي.

دوی زیاتوي، د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له امله یې د کتابونو د پلور بازار پيکه شوی دی.

د زیار کتاب‌پلورنځي مسوول ثاقب الله بهاند وایي: «د کتابونو د پلور بازار خراب شوی او لاملونه يې ډېر دي. يو لوي لامل يې د نجونو پر زده‌کړو د بنديزونو لګول دي چې اوس مو کتابونه نيمايې هم نه پلورل کېږي.»

نوموړی زیاتوي چې د دوی ډېری پېردونکې نجونې وې.

ننګرهار کې د ګودر په نوم د یوه بل کتاب‌پلورنځي مسوول زاهد الله هم په دې اړه وایي: «اوس نو په تمه يو، خبرې خو رواني دي که د نجونو زده‌کړو ته اجازه ورکړل شي نو بيا به کاروبار ښه شي. اوس وضعیت ډېر خراب دی.»

اخوا، د ننګرهار عامه کتابتون ته بیا د محصلینو او زده‌کوونکو ورتګ زیات شوی دی.

محصلین وایي، ځکه دغه کتابتون ته ورځي چې د کتاب پېرلو وس نه لري او همدلته یې مطالعه کوي.

دوی زیاتوي، په عمومي ډول د کتاب لوستلو کلتور پيکه شوی او لامل یې تر ډېره په ټولینزو رسنیو کې د ځوانانو بوختیا ده.

یو له زده‌کړیالانو واحدالله په دې اړه وايي: «د هرې برخې اړوند کتابونه شته لکه د حقوقو، اقتصاد، انجنیرۍ او داسې نور، خو خلک يې نه لولي لامل يې فکر کوم ټولنيزې رسنۍ دي، ځکه خلک تر ډېره په فېسبوک، ټويټر، ټيک‌ټاک کې بوخت وي او مطالعې ته وخت نه ورکوي.»

یو بل محصل فایض خپل نظر داسې څرګندوي: «د کتاب لوستلو د دودولو لپاره بايد د (طالبانو) د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي کار وکړي فرهنګي کسان بايد عامه پوهاوی وکړي ترڅو مطالعه دود شي.»

د کتاب لوستونکو غوښتنه دا ده چې د مطالعې د دودولو لپاره دې عامه پوهاوی زیات شي.

د ننګرهار د عامه کتابتون مدیر هم له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې همدا غوښتنه کوي.

د ننګرهار د عام کتابتون مدیر ضیاء الدین همت‌مل وايي: «د کتاب لوستلو عامول يوازې د اطلاعاتو فرهنګ مسوولیت نه بلکې دا د ملت کار دی او په شريکه بايد ورته کار وکړو، که چېرې د پلورنځي د عامه پوهاوي لپاره د کتابونو نندارتونونه جوړ کړي دا به ډېره ګټه وکړي.»

په دې لړ کې لیکوالان د خلکو له خوا د کتاب نه اخیستو په اړه د اندېښنې په څرګندولو وايي، د دوی کتابونه هم ځینې وختونه له اجازې پرته او یا په پي‌ډي‌اېف بڼه لاس په لاس کېږي چې پر عوایدو یې ناوړه اغیزه کړې ده.