نړۍ

ټرمپ: له افغانستانه د امریکا له ګډوډۍ ډک وتلو د پوتین «ځان غوښتنه» زیاته کړه

انځور: سپینه ماڼۍ

ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د ولادیمیر پوتین «ځان غوښتنه لا زیاته» شوه.

د امریکا مخکیني ولسمشر له امریکايي وکیل او پروګرام چلوونکي مارک لوین سره په مرکه کې ویلي دي: «زما په آند، د وتلو هغه دوره په واقعیت کې ترټولو شرموونکی پړاو و، چې موږ له افغانستانه ووتو او زه فکر کوم چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له هغه وروسته یو څه نور هم زړور شو.»

ټرمپ زیاته کړي، چې په افغانستان کې د امریکا حضور کافي و، خو متحده ایالاتو د «باعزته او ځواکمنو» وتلو چانس له لاسه ورکړ.

د امریکا مخکیني ولسمشر د خپلو خبرو په دوام کې ویلي: «د امریکا پوځ د ګډو ځواکونو مشر جنرال مارک میلي هم باید د دغه وتلو له امله تر پوځي محاکمې لاندې راشي. کله چې زه ولاړم، دا وتل ترسره شول. میلي باید نظامي محاکمه شي. هغه د دې وتلو د بهیر مسوول و، هغه شېبه او وضعیت کله چې سرتېرو لومړیتوب درلود. ان که تاسو له یوه پنځه کلن ماشوم څخه د داسې یوې ستراتیژۍ په اړه وپوښتئ، هغه به ووایي چې سرتېري وروستی لومړیتوب دی.»

ډونالډ ټرمپ په دې پروګرام کې ګډون وکړ ترڅو «ټرمپ ته لیکونه» په نوم خپل نوی کتاب تبلیغ کړي. په دې کتاب کې د امریکا مخکیني ولسمشر ته د ولسمشرانو او د مهمو سیاسي او کلتوري شخصیتونو پیغامونه او یادښتونه لیکل شوي دي.

ټرمپ په دې مرکه کې د پوتین په اړه ډېر څه ونه ویل؛ خو هغه د واشنګټن او مسکو ترمنځ د ترینګلو اړیکو په اړه د وال سټریټ ژورنال خبریال «د جاسوسۍ په تور نیول کېدو» ته اشاره وکړه.

هغه په همدې حال کې په بیلاروس کې د پوتین د اقداماتو او د اټمي وسلو د ځای پر ځای کولو په اړه وروستیو راپورونو ته په اشارې سره زیاته کړې: «دوی (روسیې) یوازې یو خبریال نیولی دی. زما په آند چې په لسیزو داسې څه نه دي شوي. څه به وشي؟ زما په نظر، موږ د وسلو په ځانګړې توګه د اټومي یا نورو وسلو له امله په خورا خطرناک حالت کې یو.»

ټرمپ چې دوه ځله د ولسمشر په توګه استیضاح شو او د ۲۰۲۰ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې ماته وخوړه، اوس په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د بیا ټاکنو په لټه کې دی او په دې خپرونه کې یې ویلي: «د نیکسن ترټولو لوی افسوس هغه وخت و چې ده په ۱۹۷۰ لسیزه کې د واټرګیټ له قضیې سره مخ شو، مبارزه یې ونه‌کړه.»

۷۶ کلن ډونالډ ټرمپ د امریکا لومړنی پخوانی ولسمشر دی چې د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ پر مهال له جنايي تورونو سره لاس او ګرېوان دی.