ورزش

سپورتي خبرونو ته کتنه

په پاراسایمنټ لوبو کې د افغان لامبو وهونکي عباس کریمي ګډون

ټاکل شوې د افغانستان نامتو لامبو وهونکی عباس کریمي چې د نړۍ د سپینو‌زرو مډال د اخیستو تجربه لري د درېیو ورځو لپاره د پاراسایمنټ اتلولۍ په لوبو کې چې د امریکا په مینوسوتای ایالت کې ترسره کېږي، ولوبېږي.

د افغانستان دغه مطرح لامبو وهونکی به د سروزرو مډال د ترلاسه کولو په صورت کې د لامبو په نړیوالو لوبو کې د حضور اجازه چې درې میاشتې وروسته په بریتانیا کې ترسره کېږي لاسته راوړي.

د ویلو ده چې افغان لامبو وهونکی د ۲۰۱۷ کال د پارالامبو په لوبو کې د نړۍ د سپینو ‌زرو مډال واخیست او تېر کال یې هم د امریکا د لامبو سیالو پر لومړۍ ورځ د سروزرو مډال ترلاسه کړ.

د «غیراخلاقي» عمل له امله کریستیانو رونالډو ته د یوه عربي وکیل ګواښ

عربستان کې د محکمې یوه وکیل په ټولنیزو شبکو کې ویلي چې غواړي د عربستان محکمو ته په ورتلو د «غیراخلاقي» کار د ترسره کولو له امله د کریستیانو رونالډو د نیولو او ایستلو غوښتنه وکړي.

دغه وکیل نوف بن احمد نومېږي او دا ګواښ یې د خپلې لوبډلې له ماتې خوړولو وروسته د فوټبال د دغه پرتګالي ستوري د کړنې په غبرګون کړی دی.

کریستیانو رونالډو چې د النصر لوبډلې لپاره لوبېږي، د عربستان لیګ په ۲۵ اونۍ کې د الهلال ډلې پروړاندې په لوبه کې چې لوبډلې یې ۲ پر صفر ماته وخوړه، د لیونل مسي نوم د اخیستو په غبرګون کې ناوړه او غیراخلاقي عمل وکړ.

د دغه وکیل په وینا د رونالډو دغه کړنه د عمومي کرامت ضد او د هغو جرمونو له ډلې ده چې د یوه بهرني وګړي له خوا یې د ترسره کېدو په صورت کې باید ونیول او بېرته وایستل شي.

رونالډو په دې پړاو کې د النصر لپاره ۱۱ لوبې کړې او ۱۱ ګولونه یې سر ته رسولي دي.

د اروپا د اتلولۍ جام په سیالیو کې د بایرن مونیخ او منچسټرسیټي لوبه

د اروپا اتلولۍ جام د پایلوبې په یو څلورم پړاو کې د دوه ځلي لوبې په چوکاټ کې د بایرن مونیخ او منچسټرسیټي لوبه په ۱-۱ مساوي پایلې سره پایته ورسوله.

بایرن مونیخ فوټبال لوبډلې تېره شپه د منچسټرسیټي پروړاندې د ۱-۱ مساوي او د دغې لوبډلې پروړاندې په لومړۍ لوبه کې د ۰-۳ ماتې ته په پام د اروپا د اتلولۍ جام نیمه کې پایلوبې ته له رسېدو پاتې شوه.

منچسټرسیټي لوبډله هم د بایرن مونیخ پروړاندې د یو یو مساوي لوبې سره په ټوله کې دغې لوبډلې ته ۴ پر ۱ پایلې سره ماتې ورکړه او په نیمه پایلوبه کې د ریال مادرید سیاله شوه.

په دې لوبه کې چې د موینخ په الیانتس ارنا لوبغالي کې ترسره شوه، د بایرن لوبغاړو کړنه د دې لامل شوه چې د کارپوهانو او د فوټبال د مینه‌والو له خوا ګڼې نیوکې پرې وشي او ان هغه لوبغاړي چې پر چوکیو ناست وو او د لوبې ننداره یې کوله د نیوکې له څپې بې‌برخې پاتې نه شول.