افغانستان

په افغانستان کې د کاناډا د مرستندویه بنسټونو لپاره د معافیت صادرولو بهیر پر پڅوالي د دغه هېواد د پارلمان نیوکه

A joint session of Parliament in the House of Commons in Ottawa November 3, 2014. (Chris Wattie/Reuters)

د کاناډا د پارلمان یو شمېر استازو د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د مرستندویه بنسټونو د فعالیت لپاره د معافیت صادرلو په موخه د دغه هېواد د فډرال دولت د کار پر پڅوالي نیوکه وکړه.

دوی ویلي چې په دې برخه کې د کاناډا دولت کړنې ددې هېواد د ډېری متحدینو په وړاندې غوره دي او د ترهګرۍ د مالي ملاتړ په برخه کې د کاناډا قوانینو دا بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

کاناډا طالبان یوه ترهګره ډله بولي او مرستندویه ډلې وېره لري چې ددغه هېواد د هر ډول بشردوستانه مرستو وړاندې کول ښايي د نوموړي هېواد د قوانینو پربنسټ د دوی د سزا کولو لامل شي.

ځایي رسنیو رپوټ ورکړی چې د کاناډا د امنیت وزیر مارکو مندچینو د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد په پارلمان کې وویل چې د کاناډا دولت پوهېږي چې باید بهیر چټک کړي.

مندچینو وویل چې دولت باید د قانون په لګولو تعادل ټینګ کړي.

نوموړي زیاته کړه: «په افغانستان کې انساني ناورین موجود دی، له څلور لسیزې نښتو، سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ او نړیوالې ناروغۍ وروسته، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو واکمنۍ وضعیت لا ترینګلی کړی دی.»

مندچینو همداراز د پارلمان استازو ته ویلي: «موږ غواړو ډاډمن شو، همداراز دا لارې د بشردوستانه مرستو رسولو لپاره رامنځته شوې، ترڅو د امکان تر حده د کاناډا له دې بودیجې د ناوړه استفادې احتمال او د طالبانو له ترهګریزو فعالیتونو د ملاتړ لپاره یې کارول کم کړو.»

د کاناډا دولت د لایحې له مخې، د ترهګرو تر ادارې لاندې مرستندویه بنسټونه لپاره باید دولت ته غوښتنه ولېږل شي ترڅو دولت یې د فعالیت لپاره معافیت صادر کړي.

نور هېوادونه په آسانۍ سره د ترهګرۍ د مالي ملاتړ د معافیت قوانین تصویبوي ترڅو مرستندویه ډلو ته د بشردوستانه پروژو د عملي کولو اجازه ورکړي.

د کاناډا د پارلمان استازې مېرمن هډر مک فرسن وویل چې دولت په اصل کې د مرستندویه سازمانونو لپاره کار سختوي په داسې حال کې چې دومره سختۍ ته اړتیا نشته.

نوموړې زیاته کړه: «د تعادل په اړه مو تېروتنه کړې، په دې اړه موږ په تعادل کې تېروتنه کړې، په پای کې دا چاره له نړیوالو بشردوستانه قوانینو سره په ټکر کې دي.»

له بلې خوا، له مندیچینو څخه هم پوښتنه وشوه چې بنسټونه د دولت د تایید اخیستو لپاره څومره وخت ته اړتیا لري.

نوموړي کوم ځانګړی مهال وېش وړاندې نه کړ، خو د پارلمان له ناستې وروسته یې خبریالانو ته وویل، ترهغه چې دولت وکولای شي مدیریت وکړي، دا کار به په بیړه ترسره شي.

هغه وویل: «موږ به له دوی سره کار وکړو ترڅو ډاډمن شو، دا بهیر په غیرمنصفانه توګه له درنو اداري تشریفاتو سره سره، کارندوالی ولري ترڅو وکولای شو په هغه هېواد کې بشردوستانه مرستې ورسوو او د امکان تر بریده د وګړو ژوند وژغورو.»

مندیچینو همداراز زیاته کړه چې بشردوستانه ډلې له دې بهیره ملاتړ کوي، خو مک فرسن وویل چې بنسټونه له ملاتړ پرته بله لاره نه لري.

مېرمن مک فرسن وویل: «ښاغلی وزیر، دوی په داسې موقعیت کې راولئ چې له ملاتړ پرته بله لار نه لري، هغوی اتلس میاشتې په تمه وو، دوی چمتو دي هغه ډوډۍ چې تاسو پر مېز اېښې پورته کړي، ځکه موږ مناسب قانون نه لرو.»

له بلې خوا، د پارلمان یو محافظه کار استازی ګارنت جنویس وویل چې هغه له مېرمن مک فرسن سره موافق دی او دولت باید دا بهیر چټک کړي.

هغه وویل: «موږ د افغانستان یوه کمیټه لرله چې یو کال مخکې یې ددغو بدلونونو غوښتنه وکړه چې تراوسه مو یې په اړه څه نه دي لیدلي. کاشکي دولت ژر اقدام کړی وای.َ»

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلې واکمنۍ وروسته، کاناډا له کابل سره خپلې مرستې بندې کړې او آن کاناډايي مرستندویه بنسټونه هم د قانوني محدودیتونو له امله له افغانستان سره مرسته نه شي کولای.