نړۍ

دوبۍ کې اورلګېدنې ۱۶ تنه مړه او ۹ نور ټپیان کړل

د اماراتو ځایي رسنیو یکشنبه سهار راپور ورکړ چې د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ښار په یوه استوګنیزه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ تنه مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.

خلیج ټایمز راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنه شنبه ورځ له غرمې وروسته په «الراس» سیمه کې شوې او د اوروژنې کارکوونکو له څو ساعتونو وروسته د اور د خپرېدو مخه ونیوله.

د سیمې اوسېدونکو خلیج ټایمز ته ویلي، چې د دغې ودانۍ په څلورم پوړ کې یوه کولر اور اخیستی او وروسته د ودانۍ نورو برخو ته خپور شوی دی.

د ژغورنې ډلې په چټکۍ سره د اورلګېدنې ځای ته رسېدلې او له څو ساعتونو هڅو وروسته یې په ودانۍ کې دننه خلک راوایستل او اور یې مړ کړ.

د دوبۍ مدني دفاع اعلان کړی چې د خوندیتوب ټکو ته نه‌پاملرنه د اورلګېدنې لامل شوې او لا هم په دې برخه کې څېړنې روانې دي.