افغانستان

د خوست په لیرې پرتو سیمو کې ښوونځيو ته د ماشومانو د شاملولو کمپاین

په خوست ولایت کې یو ځوان په شخصي لګښت په لیرې پرتو ولسوالیو کې له ماشومانو ښوونځيو ته د شاملېدو لپاره عکسونه اخلي.

دغه ځوان مدني فعال نقیب الله ځلاند دی، چې کلي په کلي يې ښوونځیو ته د ماشومانو د شاملولو کمپاین پیل کړی.

ښاغلی ځلاند هغو ولسوالیو ته سفرونه کوي، چې هر کال نجونې او هلکان د تصویرونو د نشتون له امله له ښوونځيو پاتې کېږي.

هغه وايي: «موږ کور په کور، کلي په کلي ګرځو، هغو ماشومانو ته چې د ښوونځي لپاره برابر دي، د هر ماشوم شپږ قطعې عکسونه اخلو، د تذکرې اخیستو فورمه ورکوو او د هڅونې په موخه یو قلم او یوه کتابچه هم ورکوو.»

ښاغلی ځلاند چې د خوست ولایت صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ ته یې سفر کړی وايي، د دوی په هڅو سره به په خوست کې د تېر په پرتله زیات ماشومان ښوونځيو ته شامل شي.

هغه زیاتوي، له دې کاره یې موخه زده کړو ته د ماشومانو هڅونه او د بې وزله په تېرو بیا نجونو لاسنیوی دی.

په دې لړ کې هغه نجونې او هلکان چې تازه په ښوونځي کې شامل شوي په دې کار خوښي څرګندوي.

یو ماشومام عبدالکریم وایي: «که ما عکسونه نه وای اخیستي، نو سږ کال له ښوونځي پاتې کېدم، دا چې عکسونه مې پوره شول اوس به ښوونځي ته ځم.»

یوه بله ماشومه زیبا د خوښۍ په څرګندولو سره وايي: «کله به مې چې وروڼه لیدل چې ښوونځي ته ځي، نو ډیر ارمان مې کاوه، دا دی اوس مې دا هیله پوره شوه.»

د خوست د لیرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي او قومي مشران هم ددغه اقدام هرکلی کوي، خو وايي، په سیمو کې یې ډېری ښوونځي ودانۍ، نلري او همداراز د زده کړو وسایل او د څښاک اوبو له کمښت سره هم مخ دي.

یو ښوونکی عبدالغفار وايي: «دلته کورنۍ او ماشومان ډېر بې وزله دي، د پیسو درک ورسره نشته، اکثره زده کوونکي هر کال د عکسونو له امله په ښوونځیو له شاملېدو پاتې کېدل.»

قومي مشر حاجي مولوي هم وايي، چې په دې سیمه کې خلک بې وزله دي، د سهار او بیګا د خوړو لپاره څه نه لري.

نوموړی زیاتوي، چې دا ښه فرصت دی، چې ماشومان په وړیا ‌ډول عکسونه واخلي او ښوونځیو ته شامل شي.

د دغو لیرې ولسوالیو اوسېدونکي له نړیوالو بنسټونو او د طالبانو د پوهنې وزارت له مسوولینو چارواکو د دوی د ستونزو د حل غوښتنه کوي.

د سیمې اوسېدونکی حافظ الله فیضي وايي، د ښوونځیو د ودانیو او اړینو امکاناتو د نشتوالي له امله یې ماشومان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له مسوولو بنسټونو غواړي چې د دوی ستونزو ته پام وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د خوست ولایت په لیرې پرتو سیمو کې لا هم ښوونځي نشته او ډېری زده کوونکي تر ونو لاندې یا خېمو کې زده کړه کوي چې د سختې ګرمۍ او یا باران پرمهال ډېری ټولګي رخصت وي او ماشومان لوست ته نه شي حاضرېدای.