سوداګري

بلخ کې ښځینه پلورونکې: محصله وم له زده‌کړو بې‌برخې شوم اوس هټۍ لرم

«خدیجه کبری» سوداګریز مرکز چې ټاکلې وه د صنعت‌ګرو او سوداګرو ښځو د کار لپاره یو ځای وي، خو اوس یې چې د کار له پيله څو میاشتې تېرېږي دغه بازار پېردوونکي نه لري.

دغه بازار چې مخکې د «نور بازار» په نوم یادېده تېر کال د کب میاشتې پر ۲۴ نېټه بلخ کې پرانیستل شو او د سوداګرو ښځو واک ته ورکړل شوی و.

د دغه مرکز مسوول وایي چې کابو ۷۰۰ ښځې او نجونې په دې بازار کې په کار بوختې دي.

ډېری ښځې چې په دې مرکز کې کار کوي، هغه ښځې دي چې زده‌کړې یې کړې او پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له زده‌کړو او کار بې‌برخې شوې دي.

زینب په لاس ګنډل شویو جامو جوړوونکې ده او دغه کار ته ډېره لېوالتیا لري. هغه چې څو کاله دا مسلک پرمخ بېولی، د خپل مخکیني ښه عاید او په اوسنیو ورځو کې د ښځینه بازارونو د کاروبار د کموالی خبره کوي.

دغې هنرمندې ښځې وویل: «مخکې مې ۲۴ شاګردانې لرلې، اوس د  کمزوري اقتصاد له امله ۱۲ شاګردان لرم. خو پيسې نه لرم چې معاش ورکړم.»

سویتا تر دوو میاشتو زیاته موده کېږي چې په دغه بازار کې په کار بوخته شوې ده. هغې د پلورنې تجربه نه لرله او د طالبانو محدودیتونو او له شپږم ټولګي پورته نجونو زده‌کوونکې پرمخ د ښوونځیو د دروازو تړل کېدو هغه اړ ایستلې چې هټۍوالۍ ته مخه کړي.

سویتا وویل: «د دغه مرکز له پرانیستو وروسته د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو له امله پرېکړه وکړه له خپل وخت څخه ګټه واخلم او دلته هټۍ ونیسم. هېڅ هم د زده‌کړو ځای نه نیسي.»

هغه له دې په شکایت کولو چې دا بازار پېردوونکي نه لري وایي، خلک خبر نه لري چې دلته د ښځو ځانګړی بازار جوړ شوی دی. «زه له حکومته غواړم، د نجونو او ښځو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي ترڅو وکولای شي هم کار وکړي او هم درس ووایي.»

هاجره نظري چې د کانونو د انجنیرۍ په برخه کې یې زده‌کړې کړې او د خیاطۍ کار یې هم کړی اوس په دې بازار کې د موبایلونو د جوړولو غرفه جوړه کړې او اوس د پېردونکو له نشتوالی شکایت لري.

په همدې حال کې د دغه بازار پښتنه افغان په راتلونکو دوو میاشتو کې به د دغه بازار د ټولو برخو له فعالېدو خبر ورکوي.

هغه زیاته کړه: «په دې بازار کې ۱۲۰ هټۍ لرو چې هره هټۍواله نږدې ۱۰ تنه شاګران لري چې اوس په دې بازار کې ۷۰۰ ښځې په کار بوختې دي.»

پښتنه افغان د دې په بیانولو چې په دې بازار کې د ښځو ډېری کورني تولیدات او لاسي صنایع پلورل کېږي وویل: «موږ هڅه کوو د سوداګرو ښځو د فعالیت لپاره شرایط برابر کړو.»

سربېره پر دې چې د دغه بازار مسوولین ادعا کوي، دا بازار ښه شرایط لري خو دهلیزونه یې تش برېښي او د ډېری هټیو څراغونه ګل تیاره پاتې دي.

پروین یوه له هغو ښځو ده چې په زرو هیلو او ارمانونو یې په دې بازار کې هټۍ پرانیسته او هیله‌منه وه ترڅو وکولای شي د خیاطۍ له لارې خپل ژوند پرمخ یوسي، خو هغه پلور نه لري او ناهیلې ده.

د هغې په شان نورې مېرمنې چې په دې ښځینه بازار کې غرفې او هټۍ لري مشتریانو ته سترګې په لاره دي ترڅو د ژوندانه اړتیاوې پوره کړي.

د رابعه بلخي بازار د ښځو ځانګړی بازار دی چې له دې مخکې نندارتونونه او ښځې پکې فعالې وې، خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته څه موده کېږي چې دا بازار له ځوړتیا سره مخ شوی دی.