افغانستان

خوست کې د کرومایت ډبرو پر یوه کان د کار پيلېدل

د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ۱۱۸ میلیونه او ۶۵۰ زره افغانیو په ارزښت د کرومایت ډبرو د یوه کان د ایستلو چارې، د پنځو کلونو لپاره یوه افغاني شرکت ته وسپارل شوې.

دغه کان چې د کریم وردګ په نوم یو کورني شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی په پنځو کلونو کې به دا شرکت ترې کرومایت راباسي.

په خوست کې ځايي مسوولین وايي، دغه کان د یوې ښې عایداتي سرچینې ترڅنګ په پنځو کلونو کې د ۲۰۰ کسانو لپاره د کار زمینه هم برابروي.

د معلوماتو له مخې، ددې کان د ایستلو په لومړي کال کې به ترې دوه زره ټنه، په دوهم او درېيم کال کې به ۲۳۰۰ ټنه او په څلورم کې کال به ترې ۳۵۰۰ ټنه کرومایت وایستل شي.

په خوست کې د طالبانو ځایي مسوولین وايي، چې په دې وروستیو کې یې د کانونو د قاچاق مخه نیولې او هڅه کوي د هېواد له کانونو سالمه ګټه پورته شي.

د دغه قراردادي شرکت مسوولین وايي، چې ډېر ژر به د کان د ایستلو چارې په مسلکي توګه پیل کړي.

له بلې خوا، د طبیعي زېرمو او اقتصادي چارو شنونکي وايي، چې کرومایت د افغانستان له ګرانبیه ډبرو څخه دي، چې په نړۍ کې اړتیا ورته زیاته ده.

د اقتصادي چارو شنونکی او د قېمتي ډبرو کارپوه طایب شاه وايي: «دا ډبرې د الماسو په جوړولو، هغه سپوږمکۍ چې هوا ته توغول کیږي، د اور وژنې د کارکوونکو د جامو او د اور وژنې په ګاز او همداراز د شکر ناروغۍ په درملو کې ترې کټه اخیستل کېږي، چې دا د اوسنۍ نړۍ جدي اړتیاوې دي.»

په خوست کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، په راتلونکي کې به د خوست په نورو ولسوالیو کې هم پر هغو کانونو چې په کوته شوي کار پیل شي.

په خوست کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس صادق جان د معلوماتو له مخې، ددې ولایت په تڼيو، سپېرې، ګربز، دوه منده او ځاځي میدان ولسوالیو کې هم دا ډول کانونه موجود دي.

د یادونې وړ ده چې د کانونو ناقانونه قاچاق په تېرو کلونو کې هم روان و او طالبانو هم تر ډېره د کانونو له عوایدو د خپلو جګړو د لګښت په توګه کار اخیستی او اوس چې دا ډله واکمنه شوې لاهم د هېواد په بېلابېلو برخو کې یو شمېر طالب قوماندان په ناقانونه توګه له دغو کانونو ګټه پورته کوي.