نړۍ

چین په تایوان کې پر ځینو هدفدونو برید ته ورته مانورونه وکړل

د چین پوځ د یکشنبې په ورځ او د تایوان ټاپو شاوخوا د خپلو پوځي مانورو په دوهمه ورځ پر دغه ټاپو د «کره بریدونو» تمرین وکړ.

د تایوان دفاع وزارت هم وايي چې په پوځي الوتکو سره د چین توغندويي ځواکونه څاري.

د چین دولتي ټلویزیون راپور ورکړی چې د تایوان شاوخوا د پوځي چمتووالي ګزمې او تمرینونه دوام لري.  

په دغه بیانیه کې راغلي: «د ورته بریدونو په ګډو عملیاتو د مرکزي قوماندانۍ تر امر لاندې، په تایوان ټاپو او شاوخوا سیمو کې د دقیقو بریدونو تمرینونه ترسره کړل او همداراز د ټاپو شاوخوا خپلو پوځي مانورو ته دوام ورکوي.»

چین هېڅکله پر تایوان د کنټرول لپاره چې د خپلې خاورې یوه برخه یې بولي د زور کارول نه دي رد کړي. په مقابل کې بیا تایپه په کلکه د بیجینګ ادعاوې ردوي.

د چین پوځي له دې مخکې په یوه بیانیه کې اعلان کړی و چې د دوی درې ورځنۍ مانورې «د تایوان د بېلولو او خپلواکۍ د پلویانو او بهرنیو ځواکونو لپاره جدی خبرداری» دی.

یوه سرچینه په سیمه کې د امنیتي وضعیت په اړه رویټرز ته وايي چې چین د تایوان په سویلي سواحلو کې پر «بهرنیو اهدافو» هوايي او سمندري تمریني بریدونه ترسره کړي دي.

د تایوان دفاع وزارت ویلي چې د ګرینویچ پر وخت د یکشنبې د سهار تر اتو بجو یې د سوخو ـ ۳۰ او اچ ـ ۶ ډوله اویا الوتکې او همداراز یوولس کښتۍ د تایوان شاوخوا په ګوته کړې دي.

د تایوان دفاع وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې د دوی ځواکونه به «د نښتو کچه پراخه نه کړي» او د چین پوځي مانورو ته به «په مناسب ډول» ځواب ورکړي.

د تایوان ولسمشر تېره اونۍ په لاس انجلس کې د امریکا د استازو جرګې له رییس کوین مک کارتي سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

امریکا وايي، د تایوان شاوخوا د چین پوځي مانورې له نږدې څاري او «ډاډمنه ده» چې په سیمه کې د سولې او ثبات د تضمین لپاره کافي سرچینې او توانمنۍ شته.

واشنګټن په ۱۹۷۹ کال کې له تایوان سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې، خو د امریکا دولت د خپلو قوانینو پربنسټ مسوولیت لري چې تایوان ته له ځانه د دفاع لپاره د اړتیا وړ وسایل ورکړي.