افغانستان

د نورستان په کلیوالو سیمو کې د درې سوه ټولګیو جوړېدل

په دې پروګرام کې به د دې ولایت په مرکز پارون او اتو ولسوالیو کې درې سوه ټولګي جوړ او څه د پاسه لس زره ماشومانو ته به د زده کړو زمینه برابره شي.

دا پروګرام د ملګرو ملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ بنسټ یونیسف په مالي مرسته عملي کېږي .

نورستان له هغو ولایتونو څخه دی چې د هېواد د نورو سیمو په پرتله پکې د زده کړو په برخه کې کار نه دی شوی او زرګونه ماشومان یې له زده کړو بې برخې دي.

د دغه پروګرام پلې کوونکې موسسې ابرار مسوول عبدالحسیب وايي: «ددغو ټولګیو لپاره مو له اوه سوه تنو څخه آزموینه واخیسته چې د رڼې پروسې په پایله کې درې سوه ښوونکي وګمارل شول ترڅو په مرکز پارون او اتو ولسوالیو کې ماشومانو ته تدریس وکړي.»

د هغه په وینا په نورستان کې د طالبانو د پوهنې له ریاست سره په همغږۍ یې د زده کړو دا بهیر پيل کړی دی.

له بلې خوا، ددغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي پر دې پروګرام د خوښۍ په څرګندولو سره وايي په تېرو څو لسیزو کې په دغه ولایت کې د زده کړو بهیر ته پام نه دی شوی او په لیرې پرتو سیمو کې ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري.

د پارون یو اوسېدونکی وايي: «نه ما ښوونځی ویلی او نه هم زما د کورنۍ نورو غړو، زه پنځه زامن لرم او تمه لرم ماشومان مې زده کړې وکړي. دلته ښوونځي نشته، دا چې یونیسف دلته د ټولګیو جوړولو بهیر پيل کړی ډېر خوښ یوو.»

طلحه چې درې زامن او دوه لوڼي یې په دغو ټولګیو کې زده کړه کوي وايي، په هېواد کې پرلپسې جګړو او د حکومتي مسوولینو بې پامي د دې لامل شوې چې ماشومان یې له زده کړو پاتې شي.

نوموړی زیاتوي: «په تېرو څو لسیزو کې زموږ ډېری ماشومان له زده کړو پاتې شوي. هر پلار هیله لري چې بچیان يې د علم په ګاڼه سمبال شي، خو بدبختیو مو هیلې نیمګړې کړې دي، له اوسني حکومته زما غوښتنه دا ده چې د ماشومانو له دغه حقه سترګې پټې نه کړي.»

پر نورستان سربېره د هېواد په ډېری لیرې پرتو ولایتونو کې د ښوونځیو د نشتوالي له امله ګڼ شمېر ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې شوي دي.