نړۍ

په تل ابیب کې پر دوو موټرو برید؛ یو ایټالیايی سیلاني وژل شوی او پنځه نور ټپيان شول

اسراییلي او ایټالیايي چارواکو تایید کړې چې په تل ابیب کې پر سیلانیانو د جمعې ورځې په برید کې یو ایټالیايي وګړی وژل شوی او پنځه نور سیلانیان ټپیان شوي دي.

اسراییلي چارواکو ویلي چې بریدګر یو عرب اسراییلی و چې د جمعې په ماښام یې دا سیلانیان تر موټر لاندې کړل.

د اسراییلو یوه امنیتي سرچینه بریدګر د کفرقاسم ښار اوسېدونکی عرب اسراییلی بللی دی.

رویټرز رپوټ ورکړی، د پولیسو یو افسر چې د پېښې ځای ته نږدې و، د تل ابیب په مشهور تفرېځ ځای کې یې د څو تنو ټپي کېدو او یوه موټر چپه کېدو ته پام شو.

دغه افسر وویل چې موټر چلوونکی هغه مهال چې غوښتل یې پر نوموړي وسله وباسي وژلی يې دی.

یوه امریکايي سیلاني سپنسر رويټرز ته وویل: «موږ د ډزو غږ واورید، ډزې مو ولیدلې او وروسته موږ پر واټونو خلک ولیدل چې په بیړه منډې وهي، بیا مو د خطر زنګ واوریده او تصمیم مو ونیوه چې له هغه ځایه ولاړ شو.»

له بلې خوا، د ایتالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تایاني په یوه ټویټ کې تایید کړه چې وژل شوی کس یو ایټالیایی و.

نوموړي ویلي چې ددې «ناځوان مردانه» برید نور ټپیان هم ښایي چې ایټالیایان وي.

د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر پولیسو ته حکم کړی چې ټول ذخیره سرحدي پولیس منظم کړي او د اسراییلو پوځ ته یې هم حکم کړی چې له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره لازیات ځواکونه برابر کړي.

د اسراییلو د امبولانس خدماتو یو مسوول میګن ډیویډ آدوم ویلي چې د جمعې ورځې د برید ټول قربانیان سیلانیان وو.

هغه زیاته کړې: «ټول دلته په تل ابیب کې نږدې روغتیايي مرکز ته ولېږدل شول، وروسته روښانه شوه چې ټول سیلانیان وو او دې ځاي ته د مازدیګري د تېرولو لپاره راغلي وو، د دوی لپاره د روغتیا غوښتنه کوم.»

دا په داسې حال کې دي چې د جمعې په ورځ دوه بریتانیايي وګړي هم د اردن سیند د لوېدیځې غاړې په اړه ډزو کې ووژل شول.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ، دوې خویندې چې د جمعې په ورځ (د اپریل په اوومه) د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې ووژل شوې، بریتانیايۍ وې.

اسراییلي چارواکو اعلان کړی چې «حمرا» یهودي مېشت ښارګوټي ته نږدې د دوی پرموټر ډزې وشوې چې په پایله کې یې دوې شل او شپاړس کلنې خویندې وژل شوې او مور یې هم ټپي ده.

تراوسه ددې برید مسوولیت کوم کس یا ډلې نه دی منلی.