افغانستان

یوناما په ننګرهار کې د خپلو ښځينه کارکوونکو په ملاتړ فعالیت بند کړ

Photo: UNAMA/Fardin Waezi

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو د محدودیتونو پر دوام دا ځل دوی د ملګروملتونو سازمان په ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د کار مخنیوی وکړ.

تازه د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر (یوناما) ویلي، چې طالبانو په ننګرهار کې د دوی د ښځينه کارکوونکو د کار مخه نیولې ده.

دغه دفتر هم سه شنبه په خپله ټویټر پاڼه طالبانو ته ویلي چې د ملګرو ملتونو ادارې له ښځینه کارکوونکو پرته د ژغورنې مرستې تر خلکو نشي رسولی.

ننګرهار کې د دې دفتر یوه کارکوونکي د نوم نه خپرولو په شرط آمو تلوېزیون ته وویل، چې د دوی دفتر به د خپلو ښځينه کارکوونکو په ملاتړ تر دوو ورځو پورې بند وي.

نوموړی وایي، دا کار یې ځکه کړی، چې څو ورځې مخکې د طالبان استخباراتو ورته ویلي، نور دې ښځينه کارکوونکې دندو ته نه راځي.

سرچینه زیاتوي: «د طالبانو له استخباراتو څو تنه راغلل، چې نور به ښځينه کارکوونکې دندو ته نه راځي، نو زموږ دفتر پرېکړه وکړه، چې دوه ورځې دفتر بند کړي او له هغې وروسته به وګورو چې څه کېږي.»

سرچینې ویلي، چې یوناما دا غبرګون نه یوازې په ننګرهار بلکې د هېواد په ټولو ولایتونو کې ښودلی او د خپلو ښځينه کارکوونکو په ملاتړ یې په ټول هېواد کې خپل فعالیتونه درولي دي.

د نظرخاوندان هم د طالبانو دا محدودیت لوی زیان بولي او وایي، په دې کار سره به په هېواد کې د بشري مرستو رسولو چارې نورې هم ټکنۍ شي.

د چارو شنونکی پاڅون وایي، د طالبانو له خوا دا ډول محدودیتونه ښيي، چې دوی نه غواړي له نړۍ سره تعامل وکړي.

هغه په دې اند دی چې حکومت د زور له لارې نه بلکې د همغږۍ له لارې پرمخ ځي خو طالبان دا حالت نشي درک کولی او محدودیتونه لا پراخوي.
پاڅون زیاتوي: «د طالبانو دا ډول محدودیتونه به د خلکو باور لا ختم کړي، ځکه په افغانستان کې نړیوالو مرستندویو ادارو د ولس د لاسنیوي برخه کې ډېر رول لري، چې په دې سره به په لویه کچه د بشري مرستو رسولو چارې چې له وړاندې ټکنۍ شوې نورې هم بې کمې شي.»

یو شمېر نور بیا وایي، چې د طالبانو د پرېکړې په غبرګون کې ښایي نورې لویې مرستندویه موسسې هم خپل کارونه ودروي.

د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته طالبانو پر ښځو او نجونو ورځ تربلې محدودیتونه زیات کړل.

دوی لومړی له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي وتړل او بیا یې د دوی پرمخ پوهنتونونه بند کړل او همداراز یې په بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

طالبانو همداراز پارکونو، ورزشي کلپونو او عمومي حمامونو ته هم د نجونو پر تلو بندیزونه ولګول.

هڅه مو وکړه، چې د ملګروملتونو په دفترونو کې د ښځو د کار د مخنیوي په اړه د طالبانو نظر ترلاسه کړو خو بریالي نه شوو. که څه هم طالبانو په لومړیو کې د ملګروملتونو او ځینو نړیوالو سازمانونو ښځینه کارکوونکې له دې امر نه مستثنی بللې وې.

دا په داسې حال کې دي چې د ملګروملتونو سازمان د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، په افغانستان کې ۲۰ میلیونه وګړي د سبا لپاره خوړو برابرولو وس نه لري او شپږ میلیونه نور بیا قحطۍ ته نږدې دي.

دغه سازمان له افغانستان سره د مرستو د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په مارچ میاشت کې د بوديجې د کمښت له امله دوی اړ شوي لږ تر لږه ۴ میلیونه افغانانو ته مرستې ونه رسوی.

دغه سازمان ویلي که روانه اپریل میاشت کې هم مرستې همداسې کمې وي نهه میلیونه نور افغانان به هم له مرستو بې برخې شي.