افغانستان

په نیمروز او بلخ کې د داعش پر پټنځایونو د عملیاتو په اړه د طالبانو ادعا

په نیمروز کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ آمو ته وویل چې ددې ډلې غړو تېره شپه د وري په ۱۴مه د زرنج ښار په معصوم آباد سیمه کې د داعش پر پتنځاي برید وکړ.

په نیمروز کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند او د مطبوعاتو آمر ګل محمد قدرت آمو ته وویل چې په دې برید کې طالبانو ته هم تلفات اوښي دي.

هغه زیاته کړه: «په دې اړه جزییات وروسته اعلانوو؛ تراوسه کره شمېر نه دی روښانه شوی.»

طالبانو په دې اړه چې د دوی په دغو عملیاتو کې څو تنه داعش جنګیالي وژل شوي هم جزییات نه دي ورکړي.

هغه ځای چې طالبانو د داعش جنګیالیو پټنځای بللی، په زرنج ښار کې د استوګنې یوه سیمه ده.

د زرنج ښار د معصوم آباد سیمې یوه اوسېدونکي آمو ته وویل: «عملیات د امیرالمومنین روزنیز مرکز ته نږدې یوه درې پوړیزه ودانۍ کې په ځاي ځاي ډزو سره پيل شول او وروسته د درنو وسلو غږ اورېدل کېده. له عملیاتو وروسته دوه موټربمونه او زیات شمېر ټانکونه په سیمه کې ولیدل شول چې ډېره وېروونکې او بې مخینې صحنه وه.»

د زرنج روغتون یوې سرچینې آمو ته وویل چې د داعش په نوم شپږ مړي دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د زرنج په ولایتي روغتون کې د دغې سرچینې په وینا، په دغه برید کې شپږ طالبان هم ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، په دغه برید کې یو ماشوم مړ شوی او یو بل ټپي دی.

طالبانو همداراز ادعا کړې چې د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش جنګیالیو ترمنځ نښته کې د داعش ډلې شپږ غړي ووژل شول.

بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند آصف وزیري وایي، نښته چې د دوشنبې په شپه د نهرشاهي ولسوالۍ په نسیم مهدي سیمه کې وشوه طالبانو ته پکې زیان نه دی اوښتی.

په تېرو نولسو میاشتو کې دا دوهم ځل دی چې طالبان په نیمروز کې د داعش په وړاندې د عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکوي. له دې مخکې طالبانو د ۱۴۰۱ کال په مرغومي میاشت کې ادعا کړې وه، دوه داعش جنګیالي چې د چینایي وګړو پر مېلمستون په برید کې یې لاس درلود وژل شوي دي.