د «قلم لار» ښوونیز بنسټ مسوول مطیع الله ویسا، چې د نجونو او هلکانو د زده کړو کمپاین یې ترسره کاوه، تېره ورځ د طالبانو له خوا ونیول شو.
د ښاغلي ویسا ورور عطاءالله ویسا وایي چې طالبانو هغه کله چې په ویس قرني جومات یې د مازدیګر لمونځ وکړ او جوماته ووت، نیولی دی.
دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو استخباراتو د هغه کورنۍ ته ویلي چې مطیع الله ویسا یې نه دی نیولی، خو د نوموړي ورور وایي چې ښاغلی ویسا د طالبانو له خوا ونیول شو.
له پرون راهیسې او مطیع الله ویسا د نیول کېدو خبر له خپرېدو وروسته په دې اړه ډېر غبرګونونه خپاره شوي او بېلابېلو نړیوالو چارواکو د هغه د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان ځانګړي استازي ریچارد بنت په یوه ټویټ کې لیکلي چې د طالبانو له خوا د ټولو په تېره بیا نجونو لپاره د زده کړو حق فعال او د قلم لار بنسټ مسوول مطیع الله ویسا نیول کېدل، د اندېښنې وړ دي.
هغه وایي چې د ښاغلي ویسا خوندیتوب ډېر مهم دي او باید د نوموړي ټول قانوني حقوق باید خوندي شي.
همداراز یوناما د ټولو په تېره بیا نجونو لپاره د زده کړو حق فعال او د قلم لار بنسټ مسوول مطیع الله ویسا د نیولو کېدو په تړاو، له طالبانو غوښتي چې د ښاغلي ویسا ځای او د هغه د نیولو لامل روښانه کړي او قانوني بهیر او له خپلې کورنۍ سره د اړیکو لاسرسی ورته برابر کړي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازولۍ مسوول رافایلا یودچه هم د مطیع الله ویسا د نیولو په وړاندې غبرګون ښودلی او په یوه ټویټ کې یې لیکلي چې د قلم لار بنسټ د مشر مطیع الله ویسا نیول کېدل زړه بوږنونکې دي، هغه د زده کړو لپاره کار کوي او باید خوشی شي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن په یوه ټویټ کې لیکلي چې د طالبانو له خوا د مطیع الله ویسا په نیول کېدو سخت اندېښمن دی.
هغه ویلي چې ویسا د سیمې د اوسېدونکو په همغږۍ له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د زده کړو د حق لپاره کار کوي.