فرهنګ او هنر

فرانسه کې د افغان ماشومانو او میندو د ریښتيني ژوند نندارتون

د فرانسې د رېمس ښار په يوه پوهنتون کې د افغان ماشومانو او میندو د ریښتیني ژوند نندارتون جوړ شو.

«له هیلو تر ناهیلیو» په نوم دا نندارتون په نوموړي هېواد کې د مېشت یو افغان خبریال له خوا جوړ شوی ترڅو د افغان ماشومانو او مېرمنو وضعیت نندارې ته وړاندې کړي.

په دې نندارتون کې د جګړې پر مهال د ماشومانو وضعیت په اړه د یوه افغان تصویر اخیستونکي انځورونه نندارې ته اېښودل شوي  دي.

په فرانسه کې افغان انځورګر نورالله شېرزاده وایي په دې موخه یې دا کار کړی، چې ګواکې ښه ورځ یې مل او د میلیونونه افغانانو مړې هیلې بیا راژوندۍ شي.

هغه زیاتوي: «دغه نندارتون زما خپل فکر و، له هغې وروسته چې د هېواد پرېښودو ته اړ شوم، فرانسې ته راغلم، څه موده وروسته مې فکر وکړ چې په خپل مسلک کې کار وکړم، که په خپل هېواد کې نه یم بیا هم باید خپلو وطنوالو ته یو غږ واوسم نو مې پرېکړه وکړه چې نندارتون پرانیزم.»

شېرزاده وایي، په دې پوهنتون کې یې ځکه نندارتون پرانیستی، چې د نړۍ له هرې برخې دلته خلک زده کړې کوي او په وینا یې دا یوه ښه زمینه وه، چې د افغانان د ژوند ریښتینی انځور تر ډېرو ولسونو ورسوم.

هغه وایي، د نړۍ یو شمېر وګړي، افغانان د جګړه د پلویانو په نامه پېژني، چې په خبره یې دا ناسم انځور دی او غواړي له دې  نندارتونه د هغو ماشومانو له ښوونځي سره د مینې او بورو میندو ناهیلی ژوند چې نور نه غواړي جګړه وشي خلکو ته روښانه کړي.

د فرانسې د ساینس په پوهنتون کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو محصلین زده کړه کوي.

په زده کړو بوخت افغان محصلین پرویز نظري او مصطفی قادري وايي، دا نندارتون د افغاني ټولنې ریښتینې هینداره بولي او له نړیوالو غواړي، چې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

دوی وایي افغان ولس په اوسني وخت کې تر بل هر وخته زیات لاسنیوي ته اړتیا لري او نړیوال یې باید لاسنیوی وکړي.

افغان تصویر اخیستونکی نورالله شېرزاده چې د جمهوریت له سقوط وروسته فرانسې ته تللی، وایي هڅه کوي د خپلو افغانانو د هیلو پوره کېدو ته هر دروازه وټکوي.

هغه په لومړيو کې د فوټوژورناليست په توګه فعالیت پیل کړ او له ۲۰۱۱ کال وروسته یې د مولټي میډیا ژورنالیست په توګه د فرانسې له خبري آژانس سره کار پیل کړل، چې په کال ۲۰۱۹ کې یې په فرانسه کې د (واران) په نوم نړیواله جایزه هم وګټله.

د یادولو وړ ده چې سلګونه افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د ننه په هېواد او بهر کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د جمهوریت په سقوط او طالبانو په واکمنېدو سره سلګونه خبریالان وزګار شول او ګاونډیو او نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.