افغانستان

کونړ کې د اتلسو ماشومان پلار له اقتصادي ستونزو سرټکوي

د کونړ ولایت اوسېدونکی محمد رفیق چې ۱۷ کاله یې د خیاطۍ، خټګرۍ، قصابۍ او مرغانو پلورلو په برخو کې کار کړی او اوس زینتي نیالګي پلوري.

نوموړی وايي، ډول ډول کارونه یې کړي او په دغو ټولو برخو کې ښه وړتیا لري خو سره له دې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

محمد رفیق زیاتوي: «ما د خپل ژوند ډېره برخه په ډول ډول کارونو تېره کړي، ماشوم وم چې پلار مې مړ شو هغه وخت کې زما د کورنۍ بل سرپرست نه و چې اړتیاوې یې ورته برابرې کړې وای.»

هغه وایي، اوولس کاله یې د خیاطۍ، دوه کاله د خټګرۍ، درې کاله د قصابۍ او دوه کاله یې د مرغانو پلورلو له لارې د کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې برابرې کړې او اوس زینتي نیالګي پلوري.

محمد رفیق دوه مېرمنې او اتلس ماشومان لري چې یو ۱۴ کلن زوی یې د نیالګیو د پلورلو په کار کې ورسره مرسته کوي.

نوموړی زیاتوي، په کونړ کې د نیالګیو له فارمونو بازار ته د پلور لپاره نیالګي راوړي.

هغه وايي: «زما دوه میرمنې او اتلس اولادونه دي، کورنۍ کې لویه ده زه په ډېر زیار سره د کورنۍ اړتیاوې برابروم، د نیالګیو پلورلو په کار کې زما ۱۴ کلن زوي راسره همکاري کوي.»

محمد رفیق وايي، پلار یې پخوا مړ شوی او له دې امله چې د کورنۍ سرپرستي یې پر غاړه وه زده کړه یې نه ده کړې. هغه وایي له پخوا یې لویه هیله زده کړه وه.

محمد رفیق زیاتوي: «د بې وزلۍ او د کورنۍ د سرپرستۍ له امله له زده کړو پاتې شوی یم، لویه هیله مې ده ده ښوونځي ته ولاړ شم آن اوس هم که د زده کړو زمینه راته برابره شي په دې ۴۵ کلنۍ کې هم غواړم یو څه زده کړم.»

د محمد رفیق ملګری عبدالمالک د نوموړي د هڅو او زیار ستاینه کوي.

عبدالمالک وايي: «محمد رفیق ډېر زیارکښ سړی دی په سختۍ او پراخو هڅو سره خپلې کورنۍ ته نفقه پيدا کوي.»

دا یوازې یوه بېلګه ده په هېواد کې ګڼ شمېر وګړي چې آن بېلابېلې وړتیاوې هم لري له وزګارۍ او بې وزلۍ کړېږي.