افغانستان

د ننګرهار اوسېدونکي: ډېری مجرم طالبان له نیولو وروسته خوشي کېږي

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي په ښار او ولسوالیو کې د وسلهوالو غلاوو، انسان تښتوونو او جنایي جرمونو له زیاتوالي شکایت کوي.

دوی وایي، د دا ډول کړنو ډېری ترسره کوونکي د طالبانو له لوري په اړیکو او واسطو خوشي کېږي.

د ننګرهار اوسېدونکی ننګیال وایي، ډېری مجرمین طالبان دي، چې نیول کېږي او له واسطو او فشارونو وروسته بېرته خوشي کېږي.

نوموړی زیاتوي، که طالبان غواړي ریښتیا ولس ته خدمت وکړي باید د مجرمینو په سزا کې د طالب او عامو نورو وګړو ترمنځ توپير ونه‌کړي او لومړی او اړیکې ونه پالي.

ننګیال وايي: «امنیت په دې ډول نه ټینګيږي، چې عام سړی دې په عادي جرم بندي وي او طالبان چې قتل هم کوي هغه دې خوشي کېږي، دوی خپله دا زمینه برابره کړې، چې جنایي پېښې زیاتې شي، موږ هیله لرو چې لومړی طالب مجرمینو ته سزا ورکړل شي، ترڅو دا ډول پېښې بیا کرار نه‌شي او نور هم عبرت واخلي.»

د جلال آباد یو بل اوسېدونکی محمدالله بیا وایي، یو شمېر ځوانان د وزګارۍ له امله جنایي جرمونو ته مخه کوي، چې په وینا یې اړتیا ده طالبان خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

هغه وایي که طالبان توپيري چلند پرې‌نه‌ږدي او په یو ډول ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر نه‌کړي نو هېڅکله به جنایي جرمونه کم نه شي.

اخوا، په ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین هم له محکمې غواړي، چې د دوی له خوا ورسپارل شویو مجرمینو ته سخته سزا ورکړي.

دوی وایي، پر ډېری مجرمینو حد نه جاري کېږي او له کمې مودې بند وروسته خوشي کېږي، چې له دې سره خلک هم له جنایي پېښو شکایت کوي او د جرمونو کچه هم لوړېږي.

ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر مولوي محمد طاهر مبارز وايي، چې دوی په تېر یوه کال کې د جلال‌اباد ښار په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۸۵۵ تنه د بېلابېلو جرمنو په تور نیولي او محکمې ته یې د سپارلي دي.

نوموړی وایي: «په تېر یوه کال کې موږ ۱۷ عملیات ترسره کړي او په عملیاتو کې مو ۱۸۵۵ کسان  نیولي، چې په کې د وژنې په تور۱۲۰، په زوره له خلکو د مالونو اخیستو په تور ۵۷، دوکه باز ۶۵، د غلا په تور ۵۹۴، د زنا په تور ۲۶۲، د انساني قاچاق په تور ۸۶، د جعل‌‌کارۍ په تور۵۰ کسان شامل دي.»

نوموړی دغه‌راز د طالبانو پر محکمې نیوکه کوي، چې یو شمېر مجرمین له کمې سزا وروسته خوشي کوي.

هغه وایي: «موږ مجرمین نیسو او بیا یې عدلي او قضایي ادارو ته سپارو؛ نو بیا چې مجرمین بېرته خوشی کیږي دا کار د عدلي او قضایي ادارو پورې تړاو لري. زمونږ غوښتنه دا ده چې باید نیول شویو مجرمینو ته د خپل جرم مطابق سزا ورکړل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د خپل رژیم یوه ترټولو لویه لاسته راوړنه په ټول هېواد کې د بشپړ امنیت تامین بولي.

څه موده مخکې د ننګرهار د استیناف محکمې د جزا دیوان مسوول ویلي و، چې د حد جاري کول د دوی کار نه دی بلکې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د مشر امر ته اړتیا لري.

دا شکایتونه او بې باورۍ داسې مهال زیاتېږي چې له څه کم دوو کلونو راهیسې طالبان پر افغانستان واکمن شوي او خلک وايي چې دوی لا نه دي توانېدلي په هېواد کې لږ ترلږه امنیت خوندي کړي.