افغانستان

د سپین بولدک اوسېدونکي: د څښاک اوبه، ښوونځی او روغتون نه لرو

د کندهار سپین بولدک ولسوالي چې د وروستیو جګړو او وچکالۍ له امله ډېره ځپل شوې لا هم پکې روغتیايي، ښوونیز، د بیارغونې، اوبو رسولو او نور خدمات نشته او یا ډېر کم دي.

د سپین بولدک ولسوالۍ د لیري پرتو سیمو اوسېدونکي وايي، د څښاک او کروندو لپاره اوبه نه لري، روغتیايي خدمات نشته، ماشومان یې د ښوونځيو د نشتوالي له امله له زده کړو بې برخې دي، سړکونه یې خام او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی پیر محمد وايي، د لیرې پرتو سیمو اوسېدونکي بې وزله دي او هېڅ ډول مرسته نه ده ورسره شوې.

نوموړی زیاتوي: «دلته نه ښوونځی، نه مدرسه، نه د څښاک اوبه او نه هم سړکونه او نورې اسانتیاوی لرو، موږ ته دې پاملرنه وشي ترڅو مو ژوند له دې کړاوه خلاص شي.»

سپین بولدک د کندهار ولایت مهمه سرحدي او له اقتصادي پلوه بډایه ولسوالي ده چې اوسېدونکي يې د تېر کال سېلابونو او پرلپسې وچکالۍ سخت ځپلي دي.

ددې سیمې بل اوسېدونکی خيرالله هم وایي: «موږ ته هېڅ هم کار نه دی شوی او تل هېر شوي یوو.»

له بلې خوا، د کندهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نوراحمد سعيد وایي، د کندهار په ټولو ولسوالیو کې روغتیايي، ښوونیز، د بیا رغونې او نورو برخو کې خدمات تر سره کوي او دا د دوی لومړیتوب دی.

هغه زیاتوي: «په ليرې پرتو سیمو کې ریښتیا هم کار نه دی شوی، موږ هڅه کوو دغو سیمو ته بېلابېل خدمات ورسوو.»

د کندهار سپین بولدک ولسوالي د کندهار ښار په ختیځ ۱۱۰ کیلومترۍ کې پرته ده چې په تېرو کلونو کې تر ډېره ترې د جګړو او نښتو خبرونه ورکول کېدل.

د یادولو وړ ده چې د مخکیني حکومت په سقوط او د طالبانو په واکمنېدو سره په هېواد کې وزګاري زیاته شوې او میلیونونه وګړي له سختې لوږې او بې وزلۍ کړېږي.

په دې لړ کې، د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د اړمنو وګړو شمېر د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې له ۱۸،۴ میلیون کسانو په ۲۰۲۲ کال کې ۲۴،۴ میلیون تنو ته زیات شوی او اوس هم دا شمېر ۲۸،۳ میلیون تنو ته رسېدلی دی.

د اوچا د راپور له مخې، په افغانستان کې کابو شل میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي چې له دې جملې شپږ میلیونه قحطۍ ته یو ګام واټن لري.

اوچا زیاتوي که افغانستان د درېیم کال لپاره له وچکالۍ سره مخ شي، ښايي چې د تغذیې اړوند وضعیت شل سلنه نور هم خراب شي.

د ګڼ شمېر ولایتونو اوسېدونکي د طالبانو ادارې له خوا په بېلابېلو برخو کې د پخوا په پرتله د مالیې له لوړېدو او د خدماتو له نشتوالي شکایت لري.