افغانستان

مریم چې دوه لیسانس سندونه لري خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره یې دوهم ګام اخیستی

د ننګرهار اوسېدونکې مریم چې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره یې دوهم قدم اخیستی او مسلکي زده کړه کوي.

۲۵ کلنه مریم په دوو برخو کې د لیسانس سندونه لري، خو له هغې وروسته یې د کسب د زده کړې هوډ وکړ، چې طالبانو د نجونو پرمخ د زده کړو او کار دروازې وتړلې.

نوموړې چې اوس یې د خیاطۍ زده کولو ته مخه کړې وايي خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره مبارزه کوي.

مریم زیاتوي: «ما د اقتصاد او همداراز د دري ادبیاتو پوهنځي لوستي، په ښځو باندې زیات بندیزونه دي، ښوونځي او پوهنتونونه یې پرمخ تړل شوي او د کار اجازه نه ورکول کېږي.»

هغه وایي، یوازینۍ هیله یې په خپل مسلک کې دنده ترسره کول و، خو د طالبانو په شتون کې ښايي چې دا ارمان یې پوره نه شي.

نوموړې زیاتوي، پر افغان نجونو لګېدلي بندیزونه یې ځوروي خو هیله منه ده چې پر دوی لګېدلي بندیزونه لیرې شي.

که څه هم نوموړې تمه لري چې د نوي هجري لمریز کال په پیل سره پر نجونو بندیزونه لیرې شي؛ خو طالبانو لا په دې اړه شین څراغ نه دی ښودلی.

مریم وایي: «ما غوښتل چې په خپل مسلک کې زده کړې وکړم خو کله چې پر ښځو پوهنتونونه او کار بند شو، نو زه له همدې امله مجبوره شوم چې راشم دلته کسب زده کړم ترڅو په راتلونکي کې له دې لارې له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړم.»

دغو نجونو ته د ګلبهار په نوم یوه خصوصي بنسټ د خیاطۍ د زده کړې زمینه برابره کړې ده.

ددغه بنسټ د مطبوعاتو مسوول وایي، له دوی سره تر ډېره هغه نجونې کار کوي، چې غواړي د خپلو کورنیو له اقتصاد سره مرسته وکړي.

هغه وایي په تېر یوه کال کی یې تر ۱۲۰۰ بېوزله ښځې او نجونې د خیاطۍ په برخه کې روزلې دي.

نوموړی زیاتوي، د دې روزنیز مرکز د زده کوونکو ټول لګښت دوی پرغاړه لري او په پای کې د کار اړین وسایل هم ورکوي.

همدرد وايي: «موږ هغو خویندو ته دا زمینه برابره کړې چې غواړي له خپلو کورنیو سره مرسته او له بې وزلۍ سره مبارزه وکړي. تراوسه مو یو زر او ۲۰۰ بېوزله ښځې فارغې کړې، د دوی سفریه او ټول لګښت مو ورکړی کله چې فارغې شي ټول اړین وسایل هم ورکوو.»

د طالبانو په واکمنېدو سره زرګونه افغان نجونې له زده کړو بې برخې شوې، خو د مریم په څېر یو شمېر نجونو بیا دا ډول مسلکي زده کړو ته مخه کړې ده.