فرهنګ او هنر

پوزي اوبدونکې مېرمن نګینه: په اویا افغانۍ عاید سره ژوند کوو

د کندز ولایت د امام صاحب او قلعه زال په لیرې پرتو ولسوالیو کې پوزي اوبدونکې مېرمنې د خپل کاروبار له ځوړتیا شکایت لري او وايي، څه د پاسه یو کال کېږي چې د تولیداتو لپاره یې مناسب بازار نشته.

۴۵ کلنه نګینه د قلعه زال ولسوالۍ په آرق آیق سیمه کې اوسېږي او له کلونو راهیسې په خپل کور کې په پوزي اوبدلو بوخته ده.

هغه وایي چې په تېرو وختونو کې یې کاروبار ښه و او په عاید سره یې ورځنۍ اړتیاوې په سمه توګه برابرولای شوای؛ خو په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته یې د تولیداتو پلور کم شوی دی.

نګینې دا هنر له خپلې مور او نیا څخه زده کړی او که څه هم د بازار وضعیت ښه نه دی؛ خو سره له دې یې خپل کار ته دوام ورکړی دی.

دغه مېرمن زیاتوي: «خاوند او بچیان مې مزري (نی) له ځنګلونو راوړي ترڅو پوزي ترې جوړ کړم. په ژمي کې د پوزي جوړول ګران دي؛ خو که هوا ښه وي، د ورځې یو پوزی جوړولای شم. په تېرو وختونو کې یو پوزی له اتیا تر ۹۰ افغانۍ و؛ خو اوس یې بیه ۶۰ تر اویا افغانۍ شوې چې ډېرې لږ پیسې دي خو اړ یو په همدې توګه خپل ژوند ته دوام ورکړو.»

پوزی یو ډول فرش دی چې له مزري بوټي څخه په لاس اوبدل کېږي. د پوزي اوبدونکو په وینا لومړی دا مزري چې په ترکمني ژبه ورته قمیش وايي راټولوي او په لاسونو یې اوبي.

۵۵ کلن آی سلطان له ۲۵ کلونو راهیسې د پوزي اوبدلو کار کوي. هغه د کندز ولایت د امام صاحب په ګوترمه يي کلي کې اوسېږي.

آی سلطان هم د بازار له وضعیته شکایت لري او وايي چې له ۱۸ او شل کلنو لوڼو او نګور سره پوزي اوبي او له دې لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې برابروي.

د امام صاحب او قلعه زال ولسوالیو په بېلابېلو ولسوالیو کې لسګونه تنه د پوزي اوبدلو پر صنعت بوختې دي.

د کندز په امام صاحب او قلعه زال ولسوالیو کې پوزي اوبدونکې مېرمنې له طالبانو غواړي چې د دوی د لاسي صنایعو لپاره مناسب بازار پیدا کړي او همداراز د دغه صنعت د خامو موادو د برابرولو په برخه کې ورته جدي پام وکړي.