افغانستان

د کندهار په سپين بولدک کې د لغړيانو په نوم د سیمه ییزو کارګرو ستونزې

د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د دوستي پر دروازه د زرګونو کسانو تګ راتګ هغو کسانو ته هم د کاروبار زمینه برابره کړې، چې د سيمي خلک ورته لغړيان وايي. د کندهار د سپين بولدک-چمن دروازه د هېواد یوه مهمه عایداتي لاره ګڼل کېږي. پر دغه لاره هره روځ په منځني ډول تر ۴۵ زره پورې کسان تګ راتګ کوي.

لغړيان پر خپلو اوږو او يا هم کوچنیو کراچيو کې د مسافرو توکي او ناروغ کسان د دروازې يوه او بل لوري ته د پیسو په بدل کې لېږدوي.

۱۵ کلن محمد خان له ډېرې مودې راهيسي د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې دا کار کوي.

نوموړی وایي، د کورنۍ د توکو يوازینۍ برابرونکی دی، ځکه یې دغه سخت کار ته زړه ښه کړی.

محمد خان زیاتوي، د لارې د سختېدو له امله اوس هغه سوداګریز توکي ورڅخه اخیستل کېږې چې د مسافرو لخوا دوی ته د سپين بولدک له دروازې د اړولو په موخه ورکول کېږي.

هغه وایي: «کله دوې پېرې کوم او کله درې پر هر بار باندې درې سوه يا هم پنځه سوه کلدارې ترلاسه کوم، ډېر وختونه لاره تړلې وي، بيا زه سپين بولدک کې پاتې کېږم، ځکه زموږ کور په چمن کې دی، دا کارونه له مجبوريته کوم.»

د چمن او سپين بولدک ترمنځ پر دروازه کابو دوولس زره کسان د لغړیانو په نوم کاروبار کوي چې ان ځينې معلولين هم پکې شامل دي.

نجيب الله د همدې سيمې يو معلول کارګر دی او هره ورځ د مسافرو توکي او نور وسایل د پیسو په بدل کې لېږدوي.

نجيب الله وایي اوس کاروبار ځکه کم شوی، چې د سپين بولدک پر لاره تګ راتګ د تېر په پرتله سخت شوی دی.

نوموړی زیاتوي: «زه خپله معلول يم او د هغو خلکو اضافي بارونه له وېش څخه تر چمن او يا هم له هغه ځایه سپين پورې وړم راوړم، چې پر دغه لار سفرونه کوي، دا زموږ مجبوريت دی، چې باید کار وکړو او له دې لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کړو.»

له بلې خوا، د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ کميسار نورالباقي احمد ویلي، د لغړيانو کاروبار د”قاچاقي توکو” راوړلو ته لار هواره کړې، چې دوی يې اوس مخنیوی کړی.

په هېواد کې د طالبانو په واکمنېدو سره بهرنیو هېوادونو د افغانانو پر وړاندی خنډونه زیات کړي، چې يوه هم د بولدک-چمن دروازه ده، پر دغه لاره د پخوا په پرتله تګ راتګ ډېر ستونزمن شوی دی.