افغانستان

کونړ کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو دېرش کلنې دښمنۍ پایته رسېدل

د نورګل ولسوالۍ اړوند د مزار درې د شلت سیمې د اسلام جان او عبدالغفار د کورنیو ترمنځ په دغه اوږده دښمنۍ کې له دواړه لوریو شپږ تنه وژل شوي وو.

دا شخړه کابو دېرش کاله مخکې د ځمکې پر سر راپورته شوه چې په لومړي سر کې یو تن پکې ووژل شو خو وروسته له دواړو لوریو پنځه نور کسان هم ووژل شول.

د دغو دوو کورنیو ترمنځ د قومي مشرانو، دیني علماوو او ځایي اوسېدونکو په منځګړیتوب روغه وشوه.

د روغې په دغو مراسمو کې د دواړو کورنیو غړو، قومي مشرانو، علماوو او یو شمېر ځایي اوسېدونکو ګډون کړی و.

د شخړې د یوه لوري غړی عبدالغفار وايي، کونړ د جرګو او مرکو سیمه ده او دا چې د دوی ترمنځ روغه وشوه پرې خوښ دی.

هغه زیاتوي: «د دښمنۍ په پای ته رسېدو او له مخالف لوري سره پر روغې کولو خوښ یم. کونړ د جرګو او مرکو سیمه ده او ټولې خپلمنځي شخړې د جرګو او خبرو له لارې هوارېږي، اوس هم د بېلابېلو ولسوالیو قومي مشرانو دا دښمني ختمه کړه او له دې وروسته به په ورورولۍ کې ژوند سره کوو.»

نوموړی وایي: «بي صبري انسان له کړاوونو سره مخ کوي مسلمانان ټول سره ورونه دي او باید د ورورۍ په فضا کې ژوند وکړي. له قومي مشرانو، مخورو او علماوو مننه کوم چې زمونږ په منځ کې يې روغه جوړه وکړه.»

دیني عالم مولوي عبدالرحمن وايی: «اوس چې ددغو دوو کورنیو ترمنځ روغه جوړه وشوه ښه کار وشو، ځکه که دا مسله همداسې پاتې وای ښایي اختلافات نور هم زیات او مړي پکې شوي وای، اوس د ناغې یا ګرمې په بدل کې دا پرېکړه وشوه که کوم لوری سرغړونه کوي نو جریمه کېږي.»

د نورګل ولسوالۍ د شولت سیمې اوسېدونکی اسدالله وايي: «د عبدالغفار او سلطان الدین کورنیو سره دښمني لرله او دا روغه وشوه ځکه دوی د یوې سیمې اوسېدونکي دي او له یو بله یې پرېکون نه کېده. دا چې د قومي مشرانو او دیني عالمانو له خوا دا اختلاف ختم شو د خوښۍ ځای دی. له ټولو هېوادوالو غواړو چې ستونزې د جرګو له لارې حل کړي.»

د ویلو ده چې په افغانستان کې خپلمنځي شخړو او اختلافاتو ګڼ شمېر کورنۍ د ویر په ټغر کېنولې دي چې په کلیوالو سیمو کې له پخوا راهیسې خپلمنځي اختلافات او دښمنۍ د حکومتونو پرځای د قومي مشرانو او جرګو له لارې پای ته رسېږي. اوس هم چې په هېواد کې طالبان واکمن دي په ډېری ولایتونو کې خلک خپلې ستونزې او اختلافات د قومي مشرانو او مخورو پرمخ حل کوي.