افغانستان

طالبان «د خبریالانو او رسنیو د ستونزو د حل کمیټه» جوړوي

په ننګرهار کې یو شمېر خبریالانو دوشنبې د کب په اتمه د دوی د کار په وړاندې ننګونې په یوه ناسته کې له طالبانو سره شریکې کړي.

خبریال او په ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کميټې مسوول یوسف ظریفي وایي، خبریالان لا هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاتوي: «که معلومات کره او دقیق خپاره شي نو باوري یو چې په اسانۍ د اوازو مخه نیول کېږي، خو له بده مرغه ځينې ادارې اوس هم معلومات پټوي او یا یې پر وخت نه ورکوي دا ستونزه هم باید حل شي.»

خبریالانو په دې ناسته کې د خبریالانو په کار کې د امنیتي بنسټونو د لاسوهنې په اړه هم شکایت وکړ.

ننګرهار کې د یوه خصوصي تلویزیون رییس اتل خان ستانکزي وویل: «د طالبانو ځینې امنیتي ادارې له خبریالانو سره ناسم چلند کوي، ځینې دولتي ادارې بیا په عادي چارو کې لاسوهنه او آن دوی ګواښي، هیله من یو چې د دغه ډول کړنو مخه ونیول شي.»

له بلې خوا، ننګرهار کې د یوې سیمه ییزې رسنۍ مسوول الهام حقیقت وایي، یو شمېر طالب چارواکي په «زور» سره د دې ولایت ځایي رسنیو ته حکم کړی چې د دوی په ګټه خبرونه خپاره کړي.

هغه د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له نشراتي معینیت څخه وغوښتل چې د دې ډلې د زورویلو مخه ونیسي.

خو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال خبریالانو ته وویل چې له وېرې پرته کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو امنیتي بنسټونه د رسنیو په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.

مهاجر فراهي زیاته کړه: «د رسنیو ستونزې به له دې وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا حل کېږي، هېڅ بله اداره د لاسوهنې او د دوی د ورغوښتلو حق نه لري هره ستونزه باید له دغه وزارت سره شریکه شي.»

مهاجر فراهي خبر ورکړ چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت به ډېر ژر د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د حل کمیټه جوړه کړي چې په هغې کې به د طالبانو استازي، خبریالان او د رسنیو مسوولین ګډون ولري.

د جمهوري نظام له سقوط مخکې په ننګرهار کې ۲۲ سیمه ییزو رسنیو فعالیت درلود خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دې ولایت کې ۱۲ رسنۍ وتړل شوې.