افغانستان

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه: خبریالان په کاري ساحه کې خوندي نه دي

د کونړ ولایت په مرکز اسداباد کې د بېلابېلو رسنیو خبریالانو ته د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې له خوا دوه ورځینی روزنیز سیمنار جوړ شو.

د افغانستان په ختیځ کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسوول یوسف ظریفي آمو ټلویزیون ته وویل چې اوسمهال افغان خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او آن په کاري ساحه کې هم د خوندیتوب احساس نه کوي.

هغه زیاته کړه: « افغان خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په مجازي نړۍ کې هم خوندي نه دي چې په دغه سمینار کې پر دغو ننګونو بحث او خبرې وشوې ترڅو څه ډول په انټرنیټي نړۍ کې ځان خوندي کړي، مونږ د افغانستان په ټولو زونونو کې خبریالانو ته  د دغه ډول روزنیزو پروګرامونه له لارې هڅه کوو چې د دوی د خوندیتوب لپاره کار وکړو.»

که څه هم خبریالان د دغه سیمنار په جوړولو خوښ دي خو په کاري فعالیتونو کې د پوره همکارۍ او خوندیتوب غوښتنه کوي.

د کونړ ځایي خبریال وارث سیرت وايي: «اوسمهال افغان خبریالان د خوندیتوب له کلیمې سره بلد نه دي او آن نه پوهېږي دغه خوندیتوب څه دی او کله چې د خبري پوښښ لپاره ساحې ته ځو موږ ته د خپلو مسوولینو له خوا نه ویل کېږي چې تر هرڅه مخکې مو د ځان خوندیتوب مهم دی ځکه دوی یوازې پر وخت د راپور برابرولو ټینګار کوي.»

نوموړی زیاتوي، د رسنیزو بنسټونو له مسوولینو غواړو چې د خپلو خبریالانو خوندیتوب ته پام وکړي او ناامنو سیمو ته د خبریالانو له لېږلو ډډه وکړي.  

د ختیځو ولایتونو خبریالان د دغه راز سیمنارونو جوړول ګټور بولي او غوښتنه کوي چې باید د دوی د ستونزو د ارزونې په اړه لازیاتې ناستې ترسره شي او له مسوولو بنسټونو سره د دغو ننګونو د له منځه وړلو لپاره خبرې وشي.

ځايي خبریال محمد ناصر ملنګزی وایي: «دا د یوه خبریال لپاره اړینه ده چې څنګه ځان په انټرنیټ کې خوندي کړي ځکه په خواله رسنیو کې هم خبریالان له ګواښونو سره مخ کېدای شي او باید خپلو برېښنا لیکونو او لیکنو ته پام وکړو په دې اړه په ځیرتیا عمل وکړو.»

په دې لړ کې، ډېری افغان خبریالان د دوی له حقونو د دفاع په برخه کې د خوندیتوب کمیټې په ګډون له خبریالانو د ملاتړو بنسټونو له بې پامۍ شکایت لري.

پرافغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې په کونړ کې د خبریالانو د ستونزو په اړه سمینار جوړېږي.

په تېرو کابو دوه کلونو کې رسنۍ او خبریالان له ګڼو ستونزو او محدودیتونو سره مخ شوي دي چې ددغو محدودیتونو او ستونزو له امله ګڼ شمېر رسنۍ تړل شوې او سلګونه خبریالان وزګار او یا هم له هېواده وتلي دي.