افغانستان

کونړ کې ماشومان د زده کړو پرځای سخت کارونه کوي

د هېواد د بېلابېلو سیمو په شان په کونړ کې هم ماشومان د وزګارۍ او ستونزو له امله سخت کارونه کوي.

په کونړ ولایت کې د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله ګڼ شمېر کورنۍ خپل ماشومان غرونو ته د لرګیو د راوړلو لپاره استوي او هغه بیا په بازار کې پلوري ترڅو خپلې اړتیاوې پرې پوره کړي.

دغه ماشومان او تنکي ځوانان هر سهار د غرونو لوړو څوکو ته په لرګیو پسې ځي له ډېرو لیرې او مرګونو لارو لرګي راوړي ترڅو یې په پلورلو سره خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي.

دېری دغه ماشومان د کورنیو سرپرستي پرغاړه لري او پلرونه یې په جګړو کې له لاسه ورکړي دي.

د کونړ د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکی اوولس کلن ریاض وايي، پلار یې سپین ږیری دی او د کورنۍ بل د ورځینو اړتیاوو برابرونکی نه لري له همدې امله له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

نوموړی هر سهار وختي له کوره تبر او رسۍ پر اوږه غره ته په د لرګیو راوړلو لپاره ځي چې په راوړلو او پلورلو سره یې د ورې دوه یا درې سوه افغانۍ ترلاسه کوي.

هغه زیاتوي: «زه هره ورځ غره ته په لرګیو پسې ځم یا لرګي را وړم او یا هم د لرګیو څانګې ترڅو یې په پلورلو خپلې کورنۍ ته یوه نمړۍ ډوډۍ پیدا کړم، زه اړ یم دغه کار ځکه که دا زیار ونه باسم کورنۍ به مې په لوږه شپه تېروي.»

دغه ماشوم وايي، دوه کوچني وروڼه لري چې کار نه شي کولای له دې امله نوموړی د کورنۍ د اړتیاوو یوازینی برابروونکی دی.

د دې ولایت د باراخېلو سیمې اوسېدونکی اتلس کلن غفور وايي چې له څو کلونو راهیسې له غرونو لرګي راوړي او په پلورلو سره یې د کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې برابروي.

نوموړی زیاتوي: «له تېرو درېیو کلونو راهیسې دا کار کوم، له غرونو لرګي راوړم او بیا یې پلورم. زما پلار پخوا مړ شوی زه او له ما بل کشر ورور مې دواړه دا کار کوو.»

دغه ماشوم وايي چې ځایي مسوولین او خیریه بنسټونو ورسره مرسته نه کوي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي. هغه له مرستندویه موسسو غواړي چې د دوی سره د خوراکي او نورو اړتیاوړ توکو مرسته وکړي.

په کونړ کې دې ته ورته سلګونه بې سرپرسته ماشومان په سختو کارونو بوخت دي. ډېری دغه ماشومان په لیرې پرتو سیمو کې له غرونو لرګي راوړي او په پلورلو سره یې خپلو کورنیو ته یوه نمړۍ ډوډۍ برابروي.