ښځې

کندهار کې له زده‌کړو بې برخې شویو نجونو مسلکي زده‌کړو ته مخه کړې

د کندهار ښار په لوېدېځ ميرویس مېنه کې د مېرمنو د مسلکي زده‌کړو مرکز پرانیستل شوی دی.

په دغه مرکز کې دا مهال ۶۰ نجونې او مېرمنې د سهار او ماسپښین له لوري د خياطۍ په برخه کې وړیا زده کړه ترلاسه کوي.

د دغه مرکز مسووله سيما اميري وایي، ددې مرکز ټولې چارې مېرمنې پرمخ بیایي.

د نوموړي مرکز مسووله سيما اميري وایي، د دغه کارځای ټولې چارې مېرمنې پرمخ بیایي.

هغه زیاتوي: «دلته له موږ سره دوې دورې، يعنی د سهار او ماسپښين په وختونو کې ۶۰ نجونې د خياطۍ په برخه کې روزل کېږي او بيا به وروسته د هغوی د تولیداتو لپاره د بازار موندنې لپاره هڅې کوو، د دغه مرکز په تمویل کې له زموږ سره مېرمن لطیفه يوسفي مرسته کوي.»

په دغه مرکز کې تراوسه سلګونه جوړې ښځينه جامې تولید شوې دي.

د مېرمنو د مسلکي زده‌کړو د مرکز يوه روزنکې، ريحانه سادات وایي، د ورځې له موډ سره برابر د هر ډول جامو زده کړه یې خپلو زده کوونکو ته ورکړې ده.

نوموړې زیاتوي: «موږ د ورځې له موډ سره برابرې جامې، چي پنجابي، ډيزاین لرونکې  او نورې پکې شاملې دي برابروو.»

د خياطۍ د بېلابېلو ډولونو د زده کولو په دغه کار ځای کې تر ډېره هغه نجونې روزل کېږي، چې د ښوونځي او پوهنتون زده‌کړې يې نيمګړې پاتې دي.

دغه مېرمنې وایي، د کورنیو د اقتصادي ملاتړ لپاره دا ورته ښه چانس دی.

پلوشه د همدې مرکز يوه زده کوونکې ده چې د پوهنتون زده‌کړې يې نيمګړې پاتې دي.

مېرمن پلوشه وایي: «د زده‌کړو په برخه کې په ستونزو تاسو خبر ياست، زموږ ښوونیزې او تحصلي ادارې تړل شوې، نو موږ اړ يو، چې د خپلو کورنیو د لاسنيوي لپاره خیاطي زده‌کړو او له دې لارې هم له خلکو او هم له کورنیو سره مرسته وکړو.»

د مېرمنو د مسلکي زده‌کړو کار ځای د لطيفې يوسفي په نوم د یوې بهر ميشتې کندهارۍ مېرمنې له لوري تمويلېږي.