افغانستان

د کابل په پرتله په جلال آباد کې دښځینه سوالګرو زیاتېدل

وروسته له هغې چې په کابل کې طالبانو د سوالګرو د راټولولو کمپاین پیل کړ یو شمېر ښځينه دروېزګرې له پلازمیني جلال اباد ته را کډه شوې دي.

جلال اباد ښاریان وايي، چې په دې وروستیو کې په دې ښار کې د ښځینه سوالګرو شمېر زیات شوی او ډېری یې د دې ولایت نه دي او له خبرو یې ښکاري چې له نورو ولایتونو راغلې دي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی فضل الله وایي، په دې سوالګرو کې زیات شمېر یې پېغلې دې او د سپین سرې مېرمنې هم ورسره دي.

نوموړی وایي، د جلال اباد ښار او ولسوالیو ته په غځېدلو لارو دغه ډول دروېزګرې ډلې ډلې ترسترګو کېږي او له خلکو یې د صدقې د ورکړې لار ورکه کړې ځکه د اړمنو مسلکي دروېزو توپیر ګران شوی دی.

نوموړی زیاتوي: «په ښار کې که لږ پاک او یا ښه موټر درسره وي او یا د کوم هوټل مخې ته ودرېږې لسګونه دروېزګرې مېرمنې د خیرات غوښتلو لپاره درنه چاپېرېږي، اوس طالبان دي سړی له ځانه هم وېرېږي چی کومه ستونزه راته جوړه نشي.»

د ښار یو بل اوسېدونکی سمیع الله هلال بیا وایي، په جلال اباد ښار کې ښځينه دروېزګر له هغې وروسته زیات شول چې په کابل کې طالبانو د سوالګرو د راټولو کمپاین پيل کړ.

نوموړي څرګنده کړه، دروېزګر د تېر په پرتله زیات شوي او په خبره یې ډېری یې هغه خلک دي چې په مرکز کابل کې پرې د خیرات غوښتلو ساحه تنګه شوه او اوس دغه ښار ته ورغلي.

هلال زیاتوي: «په دوی کې ماشومان، ښځې او ځوان هلکان هم شامل دي، خلک حیران شي چې څنګه د واقعي اړمن او مسلکي خیرات غوښتونکو توپیر څنګه وکړي، ما څو ځایه ولیدل کې ځینې یې په نورو ژبو خبرې کوي زه نه وایم چې دا به د کابل وي خو له هغه ځایه راغلي او ژبې بدلې دي او دلته یې خلک په ژبه سم نه پوهېږي.»

هغه وایي، دا ډول سوالګر امنیتي برخې ته هم ګواښ پېښولی شي ځکه د ده په خبره ډېری یې کور په کور ګرځي او لکه د څارګرو کورونه څاري چې خلک څه کوي.

عام خلک پر طالبانو غږ کوي، چې دلته دې هم د سوالګرو د راټولولو کمپاین پیل او اړمنو سره دې مرستې وکړي ترڅو ستونزه یې حل او هغه کسان چې مسلکي دي او همدا یې یو ډول دنده ګرځېدلې مخه یې ونیول شي.

ځکه ځینې خلک په دې باور دي چې ډېری خلکو په مسلکي ډول دروېزې ته مخه کړې ده.

هڅه مو وکړه چې په دې راپور کې له دا ډول دروېزګرو سره خبرې وکړو چې له کومه ځایه راغلي او ولې دا کار کوي، خو هغوی له خبرو ډډه وکړه او هېڅ یو یې هم مرکې ته حاضر نه شو.

خو د عامو وګړو په شان د آمو خبریال له دغو سوالګرو وپوښتل، یوازې د پیسو خبره کوي نوره پښتو او یا عامه دري ژبه نه کاروي او داسې ښکاري چې له نورو ولایتونو راغلې دي.

پېغلې، تنکي ځوانان او سپين سرې  مېرمنې د سوالګرو په منځ کې لیدل کېږي، خو ځینې بیا داسې هم شته چې د ننګرهار دي او له مجبورۍ یې دروېزې ته مخه کړې ده.

دلته ۵۰ کلنه ګلالۍ په جلال اباد ښار کې د ناحیو پر سړکونو ناسته او له خلکو خیرات غواړي وایي، که اړ شوې نه وای نو هېڅکله به یې چاته د سوال لاس نه و اوږد کړی.

هغه وایي، د کورنۍ سرپرستې پرغاړه لري او د کار کولو لپاره بل څوک نه لري خو که یې طالبان لاسنیوی وکړي هېڅکله به بیا دروېزه ونه کړي.

هغه هم مني چې د دوی په ډله کې یو شمېر تازه راغلې له نورو ولایتونو دي او همدا یې مسلک ګرځېدلی او د دوی کار یې هم خراب کړی دی.

ګلالۍ هیله منه ده چې طالبان به اړمن کسان ثبت او لاسنیوی به یې وکړي.

اخوا، په ننګرهار کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي فریدالله حقاني هم مني چې په جلال اباد ښار کې سوالګر زیات شوي او د اندېښنې وړ مسله یې بولی.

هغه وایي، دوی هم پلان لري چې اړمن او مسلکي دروېزګر سره جلا کړي.

حقاني له خلکو هم وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي، اړمن کسان ورته په ګوته کړي او په خبره هغه کسان به هم معلوم کړي چې په مسلکي ډول دا کار کوي.

نوموړی زیاتوي: «دوه ډوله سوالګر لرو، مستحق یعنې واقعې بیوزله او بل یې مسلکي دي چې له مستحقو کورنیو سره نغدي مرسته کوو او هم مو ګڼ شمېر سوالګرو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړې، بل هغه مسلکي دروېزګر دي چې موږ یې د نیولو هڅه کوو ترڅو دا کار پرېږدي.»

د نظر خاوندان بیا په دې باور دي چې له دې وړاندې به کورنۍ کورنیو له بهرنیو موسسو میاشتنۍ بشري مرستې ترلاسه کولې؛ خو اوس دغه مرستې درېدلي زیات شمېر کورنۍ له مجبوریته دروېزې ته اړ شوې او ډېری هغو خلکو هم ننګرهار ته مخه کړې چې کابل کې یې د دروېزې مخنیوی کېږي.

دوه اونۍ مخکې، د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې په کابل کې د سوالګرو راټولولو کمېټې تر دې دمه له کابل ښار څخه ۲۸ زره ۴۳۳ تنه دروېزګر راټول کړي دي.

سرچینې وايي، چې په راټولو شویو سوالګرو کې ۱۲ زره ۲۲۷ یې ښځې دي او دغه راز تر ارزونې وروسته یې ۵ زر ۶۱۷ اړمن او پاتې ۶ زره ۶۵۵ نور یې مسلکي سوالګر پېژندل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي و، چې ۳ زره ۷۱۶ تنه یې نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۱۱۹۳ اړمن او ۲ زره ۵۲۳ یې مسلکي سوالګر بلل شوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال دا هم ویلي، چې په راټولو شویو سوالګرو کې ۱۲ زره ۴۴۵ ماشومان دي چې له ډلې یې ۴ زره ۳۵۹ اړمن او ۸ زره ۱۶ تنه مسلکي او پاتې۷۰ تنه یې بې سرپرسته ماشومان دي.

بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیتریک وروسته د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته شاملېږي او هلته ورته پر خوړو سربېره د زده کړو زمینه هم برابرېږي.