افغانستان

د طالبانو د روغتیایي شورا وروستۍ پرېکړه د افغان نجونو د هیلو له منځه وړل دي

د طالبانو طبي شورا په یوه لیک کې په  «Exit Exam»  کې د نارینه ګډونوالو نېټه په ډاګه کړه، خو د نجونو نېټه په کې نه ده روښانه شوې.

یادې شورا پرېکړه کړې، چې د نارینه ګډونوالو د ۱۴۰۱ کال «Exit Exam» دولتي ازموینه به د سلواغې میاشتې پر ۲۹مه واخیستل شي او زیاته کړې یې ده، چې له ښځینه‌وو د دې ازموینې د اخیستلو نېټه به وروسته اعلان کړي.

په لیک کې د ازموینو د جلا اخیستو او ځنډ لامل د وسایلو کمښت یاد شوی؛ هغه څه چې خلک یې د طالبانو له خوا له زده‌کړو د ښځو نه د بې‌برخې کولو لپاره یوه پلمه ګڼي.

دې لیک په کور دننه د دې ازموینې ګډونوالې او افغانې کورنۍ اندېښمنې کړي او وایي، طالبان د وسایلو د کموالي په پلمه له دوی د زده‌کړو حق اخلي.

ډاکتره الماس چې په کال ۱۴۰۱ کال کې له یوه خصوصي طبي پوهنتونه فارغه ده وایي، ۲ کاله کېږي چې دې ازموینې ته چمتووالی نیسي، خو د دې په خبر اورېدو یې هیلې مړاوې شوې دي.

هغه وایي تمه یې لرله، چې طالبان به پر نجونو پخواني لګېدلي بندیزونه لیرې کړي خو خبره نه وه چې د ځنډ په نامه به دوی له دې ازموینې هم راګرځول کېږي.

ډاکتره الماس وایي: «د طالبانو اداره وایي ازموینه به ژر واخلي خو دا خبره موږ ته د ډاډ وړ نه ده، څه کم دوه کاله کېږي، چې د ښوونځیو د پرانیستو ژر خبره کوي خو لا نه دي پرانیستل شوي، نور یې نه شو زغملای.»

هغه له طالبانو غوښتنه کوي، چې د افغان نجونو او ښځو حقونو دې نه تر پښو لاندې کوي او دوی ته دې د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

کابل کې مېشته سلګۍ احساس چې تېر کال یې دا ازموینه ورکړې ده، د طالبانو دا پرېکړه د افغانو ښځو پر حق تېری بولي.

هغه چې د یوې لیرې پرتې ولسوالۍ اوسېدونکې ده وایي: «زموږ کلي کې که ښځو سره مرکې وکړئ، حیران به شئ دوی هېڅ نه مني چې نارینه دې د دوی درملنه وکړي تمه یې همدا ښځې دي، هلته د ښځینه ډاکترانو د کمښت له امله د مور او ماشوم مړینې پېښې هم ډېرې دي.»

د ننګرهار اوسېدونکې ډاکتره ساجده چې تازه یادې ازموینې ته چمتووالي نیسي وایي، په روغتیايي برخه کې د نجونو ګډون تر نارینه‌وو ډېر اړین دی، ځکه د کلتوري ستونزو له امله ډيری کورنۍ د نارینه ډاکترانو له خوا د خپلو ښځو درملنې ته زړه نه ښه کوي.

هغه وایي، ښایي دا پرېکړه د ډېرو هغو نجونو لپاره خواشینوونکې وي، چې دې ازموینې ته په تمه وې او غوښتل یې د خپلې ټولنې لپاره خدمت وکړي.

نوموړې زیاتوي: «زموږ ټولنه کې داسې کورنۍ شته، چې نارینه ډاکترانو ته هېڅ ښځينه ناروغه نه وړي، هغوی ته دا کار عیب ښکاري، افغان ښځې له همدې امله سخت حالت سره مخ دي. له دې ازموینې د ښځو بې‌برخې کول د ټولو افغان مېرمنو لپاره ناوړه پایلې لري.»

هغه وایي په دې ازموینه کې د نجونو د ګډون ځنډ ورته سخت دی او ښکاري چې شته هیلې یې هم پوره نه شي.

آغلې ساجده په دوام کې له طالبانو غوښتنه کوي، چې افغانان دې نه اړ کوي، ترڅو په پور نورو هېوادونو ته کډوال شي او هلته په خپلو لوڼو زده‌کړې وکړي.

عام خلک وایي د طالبانو له لوري دا بندیزونه به ډېرې کورنۍ کډوالۍ ته اړ باسي، ځکه په دې محدودیتونو سره د ښځو راتلونکی له خاورو سره خاورې کېږي.

محمد شینواری چې لور یې تازه طب پوهنځي ته بریالۍ شوې وایي، د طالبانو بندیزونو ته په پام یې پرېکړه نیولې چې په مناسب وخت کې پاکستان هېواد ته کډوال شي او هلته پر خپلو لوڼو تعلیم وکړي.

هغه وایي: «له نورو بندیزونو سره سره د طبي شورا وروستۍ پرېکړه ښکاره ظلم دی، دوی په یوه او بله پلمه د افغان نجونو هیلې له منځه وړي. نور یې زغمل ناشوني دي.»

طالبانو له واکمنېدو وروسته په پرله‌پسې ډول پر ښځو او نجونو بندیزونو په لړ کې دا څلورم ځل دی، د روغتیا برخې له وروستۍ ازموینې د ښځو بې‌برخې کول پر هغوی د ژوند کرښه راتنګوي.

دغه ازموینه هر کال د روغتیایي برخې د لوړو زده‌کړو د خصوصي پوهنتونونو او موسسو له محصلینو اخیستل کېږي او زرګونه نوي فارغ شوي زده‌کړیالان ګډون پکې کوي.

په دې ازموینه کې له بریالیتوب وروسته محصلین کولای شي د عامې روغتیا د ډاډ وړ سند ترلاسه کړي.

دا غبرګونونه داسې مهال راپورته کېږي، چې طالبانو له دې وړاندې په ښوونځيو کې د نجونو پر تګ بیا پوهنتونونو ته د نجونو پر تلو او دغه‌راز موسساتو کې د نجونو پر کار بندیزونه هم لګولي او تازه روغتیايي شورا په «Exit Exam» ازموینه کې هم د نجونو لپاره د ګډون نېټه نه ده روښانه کړې.