افغانستان

د پاکستان په زندانونو کې سلګونه افغانان د بېوسې شپې ورځې تېروي

پاکستان ته د مزدورۍ په نامه تللي یو شمېر افغانان د پاکستان په زندانونو او کورنۍ یې په افغانستان کې له سخت وضعیته کړېږي.

آمو تلوېزیون په دې راپور کې د ننګرهار د هغې کورنۍ وضعیت انځور کړی، چې دوه زامن یې پاکستان ته د مزدورۍ په نامه تللي او هلته پاکستاني پوليسو زندان ته اچولي دي.

سپين ږیری محمداګل وایي، څلور میاشتې کېږي، چې دوه زامن یې د پاکستان په زندانونو کې سختې شپې ورځې تېروي، خو طالبانو لا د دوی خلاصون پام نه دی کړی.

هغه زیاتوي دلته یې کورنۍ له بېوزلۍ ځورېږي او پاکستان ته د مزدورۍ په نامه تللي زامن یې هلته په زندان کې بې برخلیکه پراته دي.

محمداګل وايي، لوږه زغمي خو د زامنو بند نشي زغملی.

نوموړی وایي: «دلته خو د طالبانو په راتګ سره وزګاري زیاته شوې. زامن مې د مزدورۍ لپاره پاکستان ته لاړل، یوه اونۍ تېره نه وه چې زنګ راغی او ویل یې موږ زنداني شوي یو، هغه په کراچۍ کې بندیان دي اوس یې د خلاصون لار رانه ورکه ده.»

ددې کورنۍ یو غړی علي خان وایي، ورونه یې د کراچۍ په زندان کې بندیان دي او دلته یې کورنۍ له بېوزلۍ کړېږي.

هغه له طالبانو غواړي چې د دوی د کورنۍ د اړتیاوو برابروونکي او نور بندي افغانان راخوشي کړي.

هغه زیاتوي: «دوی کراچۍ کې مزدوري کوله خو څلور میاشتې کېږي چې بندیان دي. له ګڼو ستونزو سره مخ یو، دلته مزدوري نشته او هلته د خلاصون لار رانه ورکه ده.»

بل لورته بیا عام خلک هم د پاکستان په زندانونو کې د بند پاتې افغانانو د خلاصون غوښتنه کوي او له طالبانو غواړي چې له پاکستان سره د خبرو له لارې افغان بندیان راخوشې کړي.

اخوا، د ننګرهار اوسېدونکی هارون وایي، په پاکستان کې بندي شوي افغانان د کار لپاره دغه هېواد ته تللی او دلته یې کورنۍ له سخت حالت سره مخ دي.

هغه له طالبانو غواړي، د پاکستان له زندانونو بندي افغانان راخوشي کړي.

دا کورنۍ داسې مهال د پاکستان له زندانونو د خپلو زامنو د خوشې کېدو غوښتنه کوي، چې د پاکستان په زندانونو کې زرګونه افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې دي د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور بندیان دي.

بل لورته بیا د پاکستان په کراچۍ کې د افغان بندیانو له حقونو دفاع کوونکې منیزه کاکړ وايي، د پاکستان په زندانونو کې افغان بندیان دې د هغو کسانو په خبرو نه تېروځي، چې په محکمو ګرځي او له افغانان پیسې شکوي.

هغه زیاتوي، یو شمېر کسان د افغانانو د قومي مشرانو نوم د بندیانو له کورنیو د ټلیفون له لارې په دې نوم پیسې غواړي چې غړي به یې له زندانونو خوشي کړي.

نوموړې چې په وړیا ډول د افغان بندیانو وکالت کوي وایي: «بندیانو سره پیسې نشته، دلته دوی ځانونه قومي مشران معرفي کوي خو زه له افغان کورنیو هیله کوم چې د تلیفون له لارې هیچا ته پیسې نه ورکوي.»

منیزه کاکړ وایي چې اوس هم یوازې د کراچۍ په زندان کې تر زرو افغانان چې ماشومان او مېرمنې هم په کې دي بندیان او له سخت حالت سره مخ دي.

هغې زیاته کړې، تمه لري چې ژر به یو شمېر افغان بندیان خوشي او خپلو کورنیو ته ستانه شي.

د مالوماتو له مخې، وړمه ورځ هم د پاکستان د سند ایالت له یوه زندانه ۴۰ افغانان خوشي او خپلو کورنیو ته وسپارل شول خو د زرګونه نورو افغانانو برخلیک لا روښانه نه دی.

په پاکستان کې د افغان سفارت یوې سرچینه چې څه موده مخکې کراچۍ ته د بندي افغانانو د خلاصون لپاره تللی و د نوم نه خپرولو په شرط آمو ته وویل چې زرګونه افغانان په دې ښار کې بندیان دي او هڅه کوي چې دا کسان راخوشي شي.

هېوادوال له طالبانو غواړي چې د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي ترڅو هغه افغانان له بنده خوشي کړي چې له مودو راهیسې ددې هېواد په زندانونو کې بندیان دي.