په افغانستان کې د انټرنټ لوړه بیه او ټیټ کیفیت، تل جدي او د بحث وړ موضوع ده.
په داسې حال کې چې په ټولو ګاونډیو هېوادونو کې انټرنټ په لوړ کیفیت او ټیټه بیه خلکو ته ورکول کېږي؛ خو له بده مرغه په افغانستان کې د انټرنټ وضعیت ته هېڅ پام نه دی شوی او له کلونو راهیسې خلک له بې کیفیته او لوړې بیې انټرنټ څخه کار اخلي.
خلک څه وايي؟
د کابل اوسېدونکی وحیده عُمر په هېواد کې د انټرنټ له وضعیته په شکایت سره وايي چې نوموړې خپل کارونه په آنلاین توګه پرمخ بیایي اړ ده چې انټرنټ فعال کړي. د هغې د انټرنټ بیه لوړه ده او پر لوړې بیې سربېره بې کیفیته خدمات ترلاسه کوي.
هغې زیاته کړه: «په یوه میاشت کې د ۴۰۰ افغانیو په بدل کې درې جي بي انټرنټ فعالوم چې هېڅ سم کار نه کوي.»
وحيده زیاتوي چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې انټرنټ فعال شوی، تل د انټرنټ کیفیت ټیټ او بیه یې لوړه ده او هېڅکله یې په هېواد کې سرعت نه دی زیات شوی.
یوه محصله حوا صافۍ چې د طالبانو وروستي فرمان هغه پوهنتون ته له تلو بې برخې کړې په کابل کې اوسېږي او له هغې وروسته چې په کور کېنول شوې، له انټرنټ څخه په استفادې په آنلاین ډول په درسونو کې برخه اخلي.
هغه په افغانستان کې د انټرنټ له ټیټ کیفیته په شکایت کولو سره وايي: «کله چې غواړم په آنلاین ټولګي کې برخه واخلم، انرنټ څو ځله پرې او بېرته وصلېږي او زه نه شم کولای په سمه توګه درسونه واورم. کله چې د درسي موادو لپاره ګوګل ته اړتیا لرم، څو ساعته وخت نیسي چې یوه پاڼه پرانیستل شي.»
په افغانستان کې د انټرنټ وضعیت په داسې حال کې د کیفیت او خدماتو له پلوه هېڅ نه دی بدل شوی چې هره ورځ په هېواد کې د انټرنټ کاروونکي زیاتېږي او د خلکو ډېری ورځني کارونه له علمي څېړنو د توکو له پېر و پلور او ټولنیزو شبکو کې له فعالیته پورې ټول په انټرنټ پورې تړاو لري.
د کابل یو اوسېدونکی عمران رحماني هم په هېواد کې د انټرنټ له لوړې بیې او ټیټ کیفیته شکایت لري.
هغه وايي: «زه په یوټیوب کې پاڼه لرم او زما د ورځني کار مهمه برخه په انټرنټ پورې تړلې ده په داسې حال کې چې زما عواید کم شوي؛ خو د بې کیفیته انټرنټ بیه لا هم لوړه ده.»
رحماني زیاتوي: «په افغانستان کې د انټرنیټ بیه له خوراکي توکو لوړه ده. یو جي بي انټرنټ په ۲۰۰ افغانۍ دی؛ په داسې حال کې چې کیفیت یې ډېر ټیټ دی او څو ساعته وخت اخلي چې یوه پاڼه پرانیستل شي.»
د جمهوریت پرمهال مخابراتي سایټونه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ وو او هغه وخت طالبانو مخابراتي وسایل او تجهیزات تخریبول یا یې اور ورته کاوه. دوی په ډېری موردونو کې له مخابراتي شرکتونو باج اخیست ترڅو دغو وسایلو ته زیان ونه رسوي.»
په اوسني وخت کې په افغانستان کې پر دوو دولتي شرکتونو سربېره، څلور خصوصي مخابراتي شرکتونه د ګرځنده ټلیفون او انټرنټ خدمات وړاندې کوي ان ددغو شرکتونو ترمنځ د سیالۍ فضا هم د دې لامل نه ده شوې چې په افغانستان کې د انټرنټ کیفیت لوړ کړي.
له ایران او افغانستان سره د افغانستان د انټرنټ پرتله کول
د هېواد په کورنیو شبکو کې د انټرنټ بیه توپیر لري. د ام ټي ام د اته جي بي انټرنټ بیه ۷۲۰ افغانۍ، د روشن لس جي بي انټرنټ په ۶۰۰ افغانۍ، افغان بېسیم پنځه جي بي انټرنټ په ۵۰۰ افغانۍ پلوري او همداراز اتصالات شبکه ۵ جي بي انټرنټ په ۵۵۰ افغانۍ پلوري.
دا په داسې حال کې دي چې په ګاونډیو هېوادونو کې د انټرنټ بیه د افغانستان په پرته ډېره ټیټه ده. په پاکستان کې ۵۰ جي بي انټرنټ په ۳۰۰ افغانۍ پلورل کېږي او په ایران کې لس جي بي انټرنټ په سل افغانۍ پلورل کېږي.
اوسمهال په افغانستان کې انټرنټ د نوري فایبر له لارې له پاکستان، ایران، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان څخه هېواد ته واردېږي او افغان تیلي کام مخابراتي شرکت له بهره د انټرنټ د واردولو او په هېواد کې خصوصي شرکتونو ته د وېشلو مسوول دی.