افغانستان

له هېواده بهر د پخوانیو پوځیانو ناڅرګند برخلیک

د افغانستان د پوځ پخواني سرتېري

یو شمېر مخکیني پوځیان چې د جمهوریت له سقوط وروسته د امنیتي ګواښونو له امله له ناقانونه لارو ایران ته تللي وايي چې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

د دوی په وینا، شل کلن زحمتونه او قربانۍ یې د جمهوریت په سقوط سره له منځه ولاړې.

دغه پوځیان چې شمېر یې زرګونه ته رسېږي، له یو نیم کاله زیاته موده کېږي چې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې له خپلو کورنیو سره په بې برخلیکه وضعیت کې ژوند کوي.

د امریکا له خوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د هېواد کابو درې زره امنیتي پوځیان چې په هغوی کې لوړپوړي افسران او ځانګړي ځواکونه هم دي چې د امریکا له خوا روزل شوي وو، د جمهوریت له سقوط وروسته له قانوني ناقانونه لارو ایران ته تښتېدلي دي.

هیله لرم د بچیانو لپاره مې د زده‌کړو زمینه برابره شي

د جموریت پرمهال د کندز د امنیه قوماندانۍ د کریمنال تخنیک مخکینی مدیر محمدرضا سخي‌زاده یو له دغو کسانو څخه دی چې له خپلې کورنۍ سره له ناقانونه لارو ایران ته تللی دی.

هغه د ځان د وضعیت په اړه وايي: «په ۱۴۰۰ کال کې کله چې جمهوریت له سقوط سره مخ و او زموږ او طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه، یو ورور او زوی مې له لاسه ورکړل او وروسته اړ شوم چې له قاچاقي لارو ایران ته راشو او تراوسه د ایران دولت له خوا موږ ته کومه ستونزه نه ده پېښه شوې.»

سخي زاده زیاتوي چې هغه له خپلې مېرمنې او څلورو بچیانو سره په یوه زاړه کور کې په اوسېږي.

د دغه مخکیني پوځي یوازینۍ هیله دا ده چې د بچیانو لپاره یې د زده‌کړو زمینه برابره شي او له نړیوالې ټولنې غواړي د پخوانیو پوځیانو وضعیت ته پام وکړي.

زموږ ټولې هڅې بې‌ګټې وې

په همدې حال کې په کندز ولایت کې پوځیانې ښځې چې په تېرو شلو کلونو کې یې د بهرنیو پوځیانو ترڅنګ کار کړی او د جمهوري نظام د نسکورېدو له امله په ایران کې ژوند کوي، وایي چې په دې ټولو کلونو کې یې هڅې بې‌ګټې او بې‌پایلې وې او د نظام له پرځېدو وروسته هېڅ یوه ملاتړي هېواد هغوی ته پاملرنه نه ده کړې.

مرضیه د دغو پوځیانو له ډلې ده چې ۲۰ کاله یې د جمهوري نظام د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کړې او اوسمهال په ایران کې له ګڼو ستونزو سره ژوند کوي.

هغې وویل: «ما د کندز د امنیه قوماندانۍ د بشري حقونو په برخه کې کار کاوه او د څو بهرنیو هېوادونو له ځواکونو سره مې یو ځای دنده ترسره کړې او اسناد هم لرم. وروسته له هغې چې ۲۰ کاله مې خدمت وکړ، اوس په ایران کې په ناقانونه توګه ژوند کوم. دا زما د کلونو خدمت پایله ده.»

د طالبانو له واکمنېدو او د دې ډلې له خوا د عمومي بښنې له اعلان وروسته، د مخکیني حکومت ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه په بېلابېلو ولایتونو کې په بې‌رحمۍ سره د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

اوس مخکیني امنیتي ځواکونه پر ناټو او نړۍوالې ټولنې په سختې نیوکې سره وایي، چې کلونه د دغو هېوادونو د ګډو موخو لپاره جنګېدلي او قربانۍ یې ورکړې دي؛ خو د دې پر ځای چې د هغوی وضعیت ته پاملرنه وکړي، اوس نړۍواله ټولنه له څو خیانت‌کارانو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې ایران تل له افغان پناه‌غوښتونکو پوځي ګټه اخیستې او اوس هم د دې وېره شته چې دا هېواد له دغو ځواکونو په نیابتي جګړو کې کار واخلي.