افغانستان

مرکزي بغلان ته د دې ولایت د مرکز د احتمالي لېږد په وړاندې د پلخمري د اوسېدونکو غبرګون

له پلخمري څخه د مرکزي بغلان ولسوالۍ ته د بغلان ولایت د مرکز د لېږدولو موضوع له څو کلونو راهیسې مطرح ده.

اوس یو ځل بیا د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکو د طالبانو د قومونو او قبایلو چارو او کورنیو چارو وزارتونو ته د غوښتنلیکونه په لېږلو له هغوی غوښتي چې دا چاره عملي کړي.

له دې غوښتنې د څلورو میاشتو په تېرېدو سره دغو وزارتونو په یوه لیک کې لس تنه د څېړونکي پلاوي په توګه سیمې ته لېږلی دی.

د پلاوي د ټاکلو وړاندیز لومړی په ټولنیزو رسنیو کې مطرح او لاس په لاس شو اوس دغې موضوع د پلخمري د اوسېدونکو اندېښنې راپارولې دي.

د پلخمري یو شمېر اوسېدونکي آمو ته وايي چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ ته د دې ولایت د مرکز د لېږد موضوع قومي اړخ لري که عملي شي، میلیاردونه افغانۍ د پلخمري اوسېدونکو ته میلیاردونه ډالر زیان رسوي.

د پلخمري ښار یو اوسېدونکی حاجي ګلاب الدین چې له څو تنو نورو سره د سوداګریزو بازارونو د جوړولو لپاره څو میلیونه افغانۍ په پلخمري کې پانګونه کړې، وایي: «نه پوهېږم دا څه ډول هېواد دی؟ هرڅوک چې واک ته ورسېږي، ښوونځی، مدرسه، جومات، څاه او ټول د ژوندانه امکانات خپلې ولسوالۍ او کلي ته ځانګړي کوي. اوس طالبان غواړي چې ولایت مرکزي بغلان ته ولېږدوي، دا چې خلک زیانمن شي څوک یې پروا نه لري.»

جمعه ګل چې له کلونو زحمت او خواریو وروسته یې په پلخمري ښار کې د څو میلیونه افغانیو په لګښت یو کور پېرلی وایي: «کله چې ولایت مرکزي بغلان ته ولېږدول شي، اړ دي چې ټول هلته کډه وکړي، دا کور هغه وخت څوک په پنځه سوه زره نه اخلي او په هغه ولسوالۍ کې به په دې پیسو کور نه پيدا کېږي.»

همداراز د پلخمري ښار یو شمېر نور اوسېدونکي وایي، که څه هم د مرکزي بغلان ولسوالي ددې ولایت د مرکزیت لپاره پراخه سیمه لري؛ خو جوړول به یې کلونه وخت واخلي.

سمیع الله چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، اوس په پلخمري ښار کې اوسېږي وايي: «دا ټولو تاسیسات او ودانۍ چې په تېرو شلو کلونو کې په پلخمري کې جوړ شوي، په یوه ورځ په بغلان کې نه جوړېږي. څو کاله به وخت واخلي چې دغو دومره خلکو ته هلته د اوسېدو ځای برابر شي.»

له بلې خوا، یو شمېر نور اوسېدونکي وايي، که د مرکزي بغلان اوسېدونکي ادعا کوي چې دېرش کاله مخکې د بغلان ولایت مرکز په دې ولسوالۍ کې و او بېرته دې هلته ولېږدول شي، له کابله هم باید پلازمینه کندهار او وروسته بلخ ته ولېږدول شي.

د پلخمري ښار یو بل اوسېدونکی احمد وایي: «مرکزي بغلان ته د ولایت د مرکز د لېږد موضوع دا داسې ادعا ده چې د یو شمېر کسانو له خوا ورته لمن وهل کېږي. د ولایت د مرکز د لېږد مسله کومه ساده خبره نه ده چې په یوه باروړونکي موټر کې ترسره شي.»

یو شمېر کسانو هم د ولایت د لېږد موضوع په خواله رسنیو کې د هو او نه پوښتنې ته وړاندې کړې چې پایلې یې ښيي د موافقینو په پرتله یې مخالفین زیات دي.

ولې د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکي له پلخمري څخه ددې مرکز پر لېږدولو ټینګار لري؟

د محمد ظاهر شاه حکومت له وخته چې افغانستان په اوو ولایتونو وېشل شوی و، یو ولایت یې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په مرکزیت قطغن ولایت و چې بدخشان، تخار، کندز او بغلان پکې شامل وو.

وروسته له ۱۳۴۳ تر ۱۳۵۲ کال پورې د افغانستان ولایتونه ۲۵ او اوس ۳۴ ته زیات شوي دي.

له ۱۳۶۴ تر ۱۳۶۷ کلونو ترمنځ د وضعیت د خرابوالي او د هغه وخت د حکومت له خوا په کنټرول کې د بې  وسۍ او د مجاهدینو له خوا د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د ولایت د مرکز د کلابندۍ له امله، ددې ولایت مرکز پلخمري ته چې له هغې مخکې پکې د نساجي او غوري سمنټو کارخونو په ګډون صنعتي ښارګوټي د جوړولو لپاره یې هڅې شوې وې، ولېږدول شو.

اوس ددې ولسوالۍ اوسېدونکي ددغې پخواني کړنلارې پربنسټ، مرکزي بغلان ولسوالۍ ته د دې ولایت د مرکز د بېرته لېږدول, غوښتونکي دي.

که څه هم په تېرو کلونو کې په تېره بیا د حامد کرزي او محمد اشرف غني د حکومتونو پرمهال څو ځله یو شمېر کسانو د اعتراضونو په کولو سره مرکزي بغلان ته د دې ولایت د مرکز د لېږدولو غوښتنه کړې وه چې د پلخمري او نورو ولسوالیو اوسېدونکو له پراخ مخالفت سره مخ شوي و؛ خو اوس باید ولیدل شي چې طالبان کولای شي د ولایت مرکز بدل کړي که نه؟