افغانستان

د طالبانو راتګ افغانستان کې د «نی» بنسټ فعالیتونه هم پیکه کړي

افغانستان کې له رسنیو د ملاتړ «نی» بنسټ مسوولین وایي، د طالبانو له راتګ وروسته یې کرار کرار فعالیتونه محدود شوي دي.

دغې ادارې پر مرکز سربېره د هېواد په څلورو زونونو کې مرکزونه لرل او د ژورنالیستانو په مسلکي روزنه، د مدني بنسټونو د فعالانو او ژورنالیزم د پوهنځیو محصلانو ته د ظرفیت لوړولو، عدالت غوښتنې، بشري حقونو او نورو برخو کې یې فعالیتونه ترسره کول.

له آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر ظریف کریمي له آمو سره په خبرو کې وویل، چې وروستیو محدودیتونو د دوی پر فعالیتونو منفي اغېز کړی او له همدې امله اړ شول، چې په زونونو کې خپل فعالیتونه راکم کړي.

کریمي زیاتوي، پر رسنیو، خبریالانو او په ځانګړې توګه ښځينه خبریالانو د طالبانو محدودیتونه د دې لامل شوي چې فعالیتونه یې کم شي.

هغه وایي: «نی په ټول هېواد کې فعالیتونه لري، خو محدود شوي دي، په رسنیز ډګر کې هرڅه بدل شوي له همدې امله موږ خپل فعالیتونه په تېره بیا د ښځو په برخه کې محدود کړي دي.»

هغه وویل، ولایتي دفترونه یې تړل شوي نه دي بلکې فعالیتونه یې کم شوي او غواړي، چې راتلونکي ته هم په رسنیزه برخه کې فعالیت وکړي.

کریمي که څه هم په ښکاره توګه نه دي ویلې، چې پر دوی کوم ډول محدودیتونه لګېدلي، خو زیاته یې کړه، چې د طالبانو له راتګ وروسته په تدریجي ډول پر دوی محدودیتونه لګېدلي دي.

د رسنیو مسوولین هم د رسنیز ملاتړ په برخه کې له خبریالانو د ملاتړ بنسټ (نی) د فعالیتونو محدودیدل د اندېښنې وړ مسله بولي او وایي دا حالت ښيي، چې په تدریجي ډول د بیان ازادي له ځوړتیا سره مخ ده.

اخوا، ننګرهار کې د یوې خصوصي رسنۍ مسوول ساحل وایي، د طالبانو له لوري لګول شوي بندیزونه د بیان آزادۍ لپاره سره کرښه ده او ټینګار کوي، چې دوی دې رسنیو او له رسنیو ملاتړو بنسټونو ته د فعالیت اجازه ورکړي ترڅو په روان حالت کې د فساد، ظلم او بې ځایه اوازو مخه ونیول شي.

نوموړی زیاتوي: «همدا رسنۍ دي، چې د ظلم، فساد او نورو ناقانونه کړنو مخه نیسي، هیله ده طالبان له رسنیو ملاتړي بنسټونه وهڅوي چې لا ښه کار وکړي او د بیان ازادي لا پياوړې کړي.

هڅه مو وکړه چې د رسنیو ملاتړو بنسټونو او د خصوصي رسنیو د ملاتړ په برخه کې د طالبانو د یوه ویاند نظر ترلاسه کړو خو له دوو ورځو هڅو سره سره بریالي نه شوو.

بل لور ته د خصوصي رسنیو یو شمېر کار کوونکي له رسنیو د ملاتړو بنسټونو له کارونو خوښ نه دي او وايي، دوی په پروژه يي ډول یوازې د ګواښ پرمهال د رسنیو شمېر ثبت کړی نوره یې رسنیو او خبریالانو ته هېڅ ګټه  نه ده رسولې.

آزاد خبریال هلال وایي، څه موده مخکې د طالبانو له لوري ګواښل شوی، خو په خبره یې له خبریالانو او رسنیو ملاتړو ادارو د هغه هېڅ پوښتنه نه ده کړې.

هغه وایي: «ما ته د فېسبوک پوسټ له امله ګواښ وشو، خو له بده مرغه ددې پرځای چې څوک مې پوښتنه وکړي ما دوی ته زنګونه ووهل چې زه له ستونزې سره مخ یم مرسته وکړئ.»

هلال وایي، د رسنیو ډېری ملاتړي بنسټونه یوازې خپلې پروژې عملي کوي او بس.

داسې باور کېږي، که د بیان آزادۍ لپاره رسنۍ او د رسنیو ملاتړي بنسټونه په ګډه کار ونکړي او له طالبانو سره په یوه منظمه کړنلاره کار ونه کړي ښایي تر بل هر وخته زیات د بیان ازادي له زیان سره مخ شي لکه څنګه چې محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتېږي.