افغانستان

ننګرهار کې تر ۳ زره زیاتې پروژې نیمګړې پاتې شوې

ځايي طالب چارواکي وايي، د تېر یوه کال په موده کې يې ۳۹۴ پرمختیايي پروژې په بېلابېلو برخو کې عملي او بشپړې کړې دي، چې ۸۳ یې اوس هم تر کار لاندي دي.

اخوا، د ننګرهار د لیرې پرتو سیمو اوسېدونکي  نیوکه کوي، چې  په تېر او اوس کې ورسره توپيري چلند کېږي.

دوی وایي طالبان هم د تېر حکومت په څېر یوازې د ځان او خپلو پلویانو لپاره کار کوي او ولس ته پام نه کوي.

د ګوشتې اوسېدونکی میراغا وایي، د تېر حکومت پرمهال هم یوازې ښار ته نږدې ولسوالیو ته پروژې او مرستې رسېدې او اوس د طالبانو حکومت کې هم ورته کار روان دی.

نوموړی وایي، که حالت داسې دوام ومومي خلک به د وزګارۍ او بېوزلۍ له امله لارو او کوڅو ته راووځي او د طالبانو پر ضد به پاڅون وکړي.

میراغا وایي: «زه خپله نور تنګ راغلی یم، مرستې راځي طالبان خپل نومونه لیکلي دا مې کړي او هغه مې کړي، اوس پر موږ خپل جهاد پلوري، څه وکړو مخکې هم همدا حال وو او اوس هم، خوشحاله یو چې لږترلږ پر دوی (طالبانو) دا بندیزونه شته که دا نه وای هر څه به همدوی خوړل.»

ننګرهار کې د طالبانو د کلیو پراختیا رئيس قسمت‌الله مجاهد وایي، پر بانکي سیستم نړیوالو بندیزونو کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

د طالبانو د کلیو پراختیا رئیس زیاتوي شاوخوا ۳۰۴۶ پروژې پر بانکي سیستم د نړیوالو بندیزونو له امله لا هم نیمګړې پاتې دي. په نیمګړو پروژو کې یوازې تر ۳۰۰۰ پروژې یې د ولسي تړون پرواګرام دي.

نوموړی وایي: «موږ خپله هڅه کړې، خو اوس لپاره دوه ډوله پروژې زموږ نیمګړې پاتې دي. یو یې نړیوال بانک پورې اړه لري او بل مالیې وزارت پورې. که نړیوال بندیزونه نه وای نو دا پروژې به هم بشپړې وای.»

په نیمګړو پروژو کې د کابل – جلال‌اباد دویم څلوېښت متره سړک، د جلال‌اباد ښار د اتمې ناحیې د عبدالخېل سیمې څلوېښت متره سړک، تورخم – جلال‌اباد سړک، د ۷۰۰ زرو افغانیو په ارزښت د اوومې ناحیې د برېښنا او سړک د بیارغونې پروژه او د ولسي تړون سلګونه پروژې شاملې دي.

د نظر خاوندان هم طالبان د تېر حکومت په څېر په توپيري چلند تورنوي.

حقوق‌پوه نذیر احمدزی وایي، که نړیوال بندیزونه نه وای ښايي طالبانو پر ولس تر اوسني حالت نور هم سخت محدودیتونه لګولي وای.

هغه د دې ستونزې حل‌لار له ولس سره د طالبانو همغږي او د محدویتونو لیرې کېدل بولي.

دا نیوکې داسې مهال راپورته کېږي، چې د طالبانو له واکمنېدو څه کم دوه کاله کېږي ، خو دوی لا هم هېڅ بل هېواد په رسمیت نه پېژني.

شنونکي هم په دې باور دي، چې د رسمیت پېژندنې برخه کې د شته ستونزو له امله پر بانکي سیستمونو بندیزونه پر ځای دي.

خلک تمه لري، چې طالبان به له شته بندیزونو لاس واخلي او د ولس او هېواد جوړونې پر لور به قدم پورته کوي او زیاتوي که دا فکر پيدا نه شي ښايي شته نظام هم دوام ونه‌کړي.