افغانستان

نړيوال بانک کندهار کې د سېلاب خطر د مخنیوي لپاره پروژې عملي کوي

د کندهار ولایت اوسېدونکي هر کال د اورښتونو پر مهال د سېلابونو له امله له درنو مالي او ځانی زيانونو سره مخ کېږي.

په دغه ولایت کې د سېلابونو د راتلو ستر لاملونه د ښاري کاناليزاسیون نشتوالی، غصب او د باراني اوبو د کابو کولو لپاره د چېک ډيمونو نه شتون بلل کېږي.

تازه د کندهار ښاروالۍ مسوولین په دغه ولایت کې د نړیوال بانک د UNOPS په چوکاټ کې د سېلابي اوبو د خطر کمولو په برخه کې د ځینو مهمو پروژو د پیلولو خبر ورکړی.

په دغو پروژو کې د ښاري کانالونو د پاکارۍ ترڅنګ د کانالونو لپاره د استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.

له دغو پروژو يوه د کندهار ښار د لسمی ناحیې اړوند د ګچخانو په سیمه کې د ۷۵ زره ډالرو په ارزښت د ۱۰۴۰ متره کانال لپاره استېنادي جوړول دي.

د طالبانو د کندهار ښاروال وایي د ښاري خدمتونو د پراختيا لپاره ګڼې نورې پروژې هم عملي کېږي.

د طالبانو له خوا د کندهار ښاروال نعمت الله حسن وایي چې د ښاري خدمتونو د پراختيا لپاره ګڼې نورې پروژې هم په پام کې نیول شوې دي.

نوموړی زیاتوي: «خلک دې همکاري وکړي، موږ ان شاءالله نورې پروژې هم لرو، باید ښاريان خپله مالیه پر وخت ورکړي.»

کندهار کې د سېلابونو له امله زیانمن شوي کسان وایي، ددغه ډول پروژو عملي کول په دې ولایت کې د سېلابونو راتلو د خطر په مخنیوی کې اغېزناک دي.

د کندهار د لسمې ناحیې اوسېدونکی فیض محمد وایي: «داسې پروژې خو ډېرې مهمې دي، ځکه هر کال موږ د کانالونو د خرابوالي له امله سېلابونه زيانمن کوي، چې دا پروژې به په دې برخه کې د خطر کچه راکمه کړي.»

کندهار کې د نړيوال بانک په تازه پیل شويو پروژو کابو ۱۳ زره کسانو ته د کار زمينه هم برابره کړې ده.

جان محمد د کندهار د ګچخانو په سيمه کې د UNOPS په تازه پیل شوې پروژه کې کار کوي.

هغه وایي: «پرمختيایي پروژې وزګاري له منځه وړي او خلک او له دولت سره نږدې کوي، هیله من یو چې دې ته ورته نوې پروژې هم عملي شي.»

د کندهار ښاروالۍ د مسوولينو په وینا له تېر کال راهيسې په کندهار کې د لس ميلیون ډالرو په ارزښت د نړيوالو مرستندويه بنسټونو له لوري پرمختیایي پروژې عملي شوي او د ځینو کارونه لا نه دي بشپړ شوي.

مسوولين وايي، کندهار ښاروالي هم په دې ښار کې د ۴۵۰ ميلیونه افغانيو په ارزښت یو شمېر پرمختیایي پروژې عملي کوي.