افغانستان

طالبان په غور کې: کارکوونکي باید د سړک جوړولو لپاره د یوې میاشتې معاش ورکړي

د غور ولایت یو شمېر اوسېدونکي او ځایي سرچینې وایي چې طالبانو تازه پرېکړه کړې چې د غورـ هرات لویه لار له خلکو، هټۍوالو، پوځي او ملکي کارکوونکو څخه په راټولو شویو پیسو ورغوي.

طالبانو دوې اونۍ مخکې په یوه اداري ناسته کې پرېکړه کړې چې د ملکي او پوځي ادارو کارکوونکي، سوداګر، صرافان، هټۍوال او عام خلک باید د لارو په جوړولو کې برخه واخلي او پیسې ورکړي.

د غور د والي په ګډون ناستې د پرېکړې یوه کاپي چې د سړک جوړولو لپاره د پیسو د راټولولو په اړه ده آمو ټلویزیون ته هم رسېدلې چې د غورـ هرات لویې لارې د جوړولو په موخه د پیسو د راټولولو کمېسیون د جوړولو خبر پکې ورکړ شوی دی.

ددې پرېکړې په متن کې چې دوشنبې او دوې اونۍ مخکې یې ملکي او پوځي ادارو ته لېږل شوې راغلي: «سړک دې د اړوندو مسلکي انجینرانو له خوا بررسي برآورد شي، د لګښت د برابرولو لپاره یې دې د غور ولایت د ټولو پوځي او ملکي ادارو د کارکوونکو له یوې میاشتني معاش او همداراز د سوداګرو، صرافانو، شرکتونو او عامه خلکو له مرستو د رغولو اقدام وشي او ټول د دې لارې د جوړولو لپاره په اتفاق سره نېک او موافق نظر لري.»

طالبانو په داسې حال کې پرېکړه کړې چې د خلکو په رټولو شویو پیسو دا لاره جوړه کړي چې په هېواد کې سیاسي بدلون د خلکو لپاره د اقتصادي ستونزو لامل شوی دی.

که پیسې ورنه کړئ، ځای مو زندان دی

د غور ولایت یو هټۍوال نظام الدین د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «څو ورځې مخکې طالبان زما هټۍ ته راغلل، زما د توکو لپاره یې بیې وټاکلې او وې ویل چې باید د سړک جوړولو لپاره ۲۵ زره افغانۍ ورکړې، هره ورځ خو دوی ته پیسې نه شو ورکولای، ځکه زما ژوند به څنګه کېږي؟»

د غور یو بل هټۍوال فیض محمد هم د آمو ټلویزیون خبریال ته وايي چې طالبان له هټۍوالو او خلکو د سړک جوړولو لپاره پیسې ټولوي. دا په داسې حال کې دي چې ډېری خلک په اوسني وخت کې ددغو پیسو د ورکولو وس نه لري.

هغه زیاته کړه: «څو تنه طالبان زما هټۍ ته راغلل، دوی ته مې وویل چې وضعیت مې ښه نه دی او مشتریان نه لرو، تاسو له موږ څخه د سړک جوړولو په خاطر پیسې اخلئ، طالبانو ما ته وویل ډېرې خبرې مه کوه! دا عمومي کار دی له ټولو یې اخلو او یوازې تاسو نه یاست، که پیسې رانه کړې، ځای دې زندان دی.»

د فیروز کوه ښار د یوه درملتون مسوول چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، د آمو خبریال ته وايي: «طالبانو له ما دېرش زره افغانۍ په زور واخیستې چې موږ د غورـ هرات سړک جوړوو، دوی په تونده بڼه او زیات فشار سره له ټولو پیسې اخلي او له ما یې هم واخیستې. کله چې طالبانو له موږ څخه په هره پلمه پيسې اخلي، موږ اړ یوو چې توکي ګران وپلورو.»

د کورنیو د غړو د شمېر له مخې پیسې ورکړئ

په دې لړ کې د غور یو شمېر اوسېدونکي وایي چې طالبانو له کورنیو غوښتي چې د خپل شمېر له مخې پيسې ورکړي او د سړک په جوړولو کې ونډه واخلي.

د غور د بادګاه کلي یو اوسېدونکي عبدالغني مرادي د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «زموږ د شورا رییس راته وویل چې مسوولینو (طالبانو) پرېکړه کړې چې هره کورنۍ باید د سړک د جوړولو لپاره پیسې ورکړي او دغه پیسې د ټاکل شوي کمېسیون له خوا له هر کلي او ولسوالۍ څخه ټولېږي ترڅو سړک جوړ شي.»

د غور یو بل اوسېدونکی خیرمحمد وایي: «طالبانو په کلیو کې ډېری خلکو ته ویلي چې د سړک د جوړولو لپاره باید پیسې ورکړي.»

د غور ولایت خلک وایي چې په اوسني وضعیت کې چې ډېری خلک د خوړولو لپاره ډوډۍ نه لري، طالبان په جبري توګه پيسې ترې اخلي ترڅو سړک جوړ کړي. که طالبان د سړک د جوړولو وس نه لري، باید له خلکو پيسې ټولې نه کړي او تر دې زیات خلکو ته زیان ونه‌رسوي.

ملکي او پوځي کارکوونکي دې د خپلې یوې میاشتې معاش د سړک جوړولو لپاره ورکړي

په همدې حال کې د غور د ملکي ادارې یو شمېر کارکوونکي وایي چې هغوی ته هم ویل شوي چې ټول دولتي کارکوونکي اړ دي د یوې میاشتې معاشونه د دغه واټ د جوړولو لپاره ورکړي.

غور کې د ښوونځي یو ښوونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «زموږ د ادارې د مسوولینو له خوا وویل شول چې باید د یوې میاشتې معاش د سړک د جوړولو لپاره ورکړو. دا ظلم دی. یو ښوونکی چې ۶ یا ۸ زره افغانۍ معاش لري، څنګه کولای شي د یوې میاشتې معاش د سړک جوړېدو ته ځانګړی کړي؟ طالبان باید خپله د سړک د رغولو لپاره له بودیجې اقدام وکړي.»

د غور په ولایتي روغتون کې هم یو شمېر ډاکتران د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي چې طالبانو په تېره میاشت د هغوی د معاش ۳۰ سلنه نه دي ورکړې او هغوی ته یې ویلي چې له دې پيسو د سړک په جوړولو کې کار اخلي.

غور کې د دولتي ادارو کارکوونکي هم د طالبانو پر دغې پرېکړې نیوکه کوي او وایي چې دا ډول ناسم اقدامونه د خلکو او طالبانو ترمنځ واټن رامنځته کوي.

له دې مخکې هم آمو ټلویزیون په غور کې له بشردوستانه مرستو د طالبانو د ناوړه ګټې اخیستې راپور جوړ کړی و، چې له مخې طالبانو په ډېری سیمو کې له خلکو بشردوستانه مرستې بېرته اخیستې او د سړکونو جوړولو ته یې ځانګړې کړې دي.